ناروې کې پر جومات برید د ترهګرۍ پېښې په توګه پلټل کېږي

د عکس سرچینه، AFP
د ناروې پولیس وایي، په پلازمېنه اوسلو کې پر یوه جومات برید د یوې "ترهګرۍ پېښې" په توګه پلټل کېږي. د شنبې پر ورځ د اوسلو ښار په څنډو کې یوه وسله وال کس پر "النور اسلامي مرکز" ډزې وکړې او یو کس یې برسېرن ټپي کړ.
خو ټپی شوی کس وتوانېد چې بریدګر را څملوي او د نورې مرګ ژوبلې مخه ونیسي. بریدګر د پولیسو لخوا نیول شوی دی.
تر برید لږ وروسته د بریدګر په کور کې د یوې ښځې مړی وموندل شو. پولیسو منلې چې دا ښځه له بریدګر سره خپلوي لري. د ځایي پولیسو یوه مشر ویلي، دوی بریدګر له پخوا پېژانده ، خو تر دې وړاندې یې کوم جدي جرم نه و کړی.
پولیس وایي، بریدګر ښي اړخه سخت دریځه نظریه لري او له کډوالو سره مخالف و. ویل کېږي چې دې کس په یوازې سر برید کړی او پولیس د کوم بل کس په لټه کې نه دي.
د النور اسلامي مرکز مشر ویلي، د برید پر وخت یوازې درې کسان په جومات کې وو. د ټپي شوي کس په اړه ویل کېږي چې ۷۵ کاله عمر لري او همدې جومات ته ورځي.
ویل کېږي چې له بریدګر سره دوه ټوپکې او یوه توپانچه وه.
سږ کال په نیو زیلنډ کې پر یوه جومات تر خونړي برید وروسته د ناروې په دې جومات کې هم اضافي امنیتي تدابیر نیول شوي وو.





