BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • ایران بهرنیو چارو وزیر

    ژوندۍ پاڼه, عراقچي: امریکا په بې‌باکانه پوځي ماجراجویۍ سره ډیپلوماسي قرباني کوي

    د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي امریکا تورنه کړې چې ګوندې په "بې‌پروا پوځي ماجراجویۍ" سره ډیپلوماسي "قرباني" کوي. هغه پر اېکس یوه خپره کړې لیکنه ویلي: "هر وخت چې یو ډیپلوماټیک حل پر مېز وي، متحد ایالتونه یوې بې‌باکانه پوځي ماجراجویۍ ته مخه کوي." د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هرمز تنګي کې د وروستۍ نښتې په اړه په لومړني غبرګون کې ویلي، درې امریکايۍ ویجاړوونکې بېړۍ په داسې حال کې په بریالیتوب له هرمز تنګي تېرې شوې، چې ډزې پرې کېدې.

  • د ترکیې ولسمشر اردوغان او د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو له کلونو راهیسې توندې او سختې نیوکې سره تبادله کوي.

    ایا د ترکیې او اسرائیلو ترمنځ مستقیمه پوځي ښکېلتیا رامنځته کېدای شي؟

    د ترکیې او اسرائیلو اړیکې په تېرو درېیو کلونو کې له هغه پړاوه چې د ډیپلوماټیک عادي کېدو ته نژدې وې، داسې ټکي ته رسېدلي چې پکې د مستقیمې پوځي نښتې احتمال هم وړاندې شوی دی. په داسې حال کې چې د سیاسي مشرانو ترمنځ لفظي شخړې دوام لري، د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي ټکر احتمال لا هم د بحث وړ مساله ده.

  • شمارش ‍ارای انتخابات بریتانیا

    د بریتانیا د سیمه ییزو شوراګانو ټاکنې د کډوالۍ پر تګلارو څه اغېز لري؟

    د بریتانیا د محلي شوراګانو د رایو د شمېرنې لومړنۍ پایلې ښيي چې، ښي اړخی ګوند د بریتاینا د اصلاحاتو( یو.کی.ریفورم) ډېرې څوکۍ ګټلي دي.

  • یوه ډله مسافر د کام ایېر الوتکې ته په زینو د ورختلو په حال کې دي.

    په عربي هېوادونو کې افغان مسافر د ایران جګړې څومره زیانمن کړي او ولې حال نه وايي؟

    د ایران، امریکا او اسرائیل جګړې که د منځني ختیځ هېوادونه اغېزمن او زیانمن کړي نو هلته مېشت افغان مسافر یې هم له مالي او اقتصادي پلوه ځپلي دي. تر ډېره په متحده عرب اماراتو، سعودي او قطر کې افغانان ډېر اغېزمن او تاواني شوي دي. خو دوی له دې ډاره نه پر خواله رسنیو د خپل حالت په اړه څه لیکي او نه یې له رسنیو سره شریکوي چې هسې نه د ځينو نورو هېوادونو وګړو غوندې، کوربه هېوادونه دوی هم وېره خپروونکي او د خپلو ملي ګټو په زیان وبولي او ډېپورټ یا یې وشړي. خو د بي‌بي‌سي پښتو څانګه توانېدلې چې په دغو هېوادونو کې د ځينو افغان مسافرو حال واخلي چې د ایران جګړي یې کاروبارونه څومره ځپلي دي:

  •  یوکلنه کلثوم چې د زابل د ښارې صفا ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې وه، د ناروغۍ له امله د اندرا ګاندي د ماشومانو په روغتون کې ساه ورکړل.

    "که د کلثوم ناروغي ژر تشخیص شوې وای، ژوندۍ به وه"

    "د کندهار میرویس حوزوي روغتون کې موږ ته وویل شول چې، دا نجلۍ په توره غاړه (توره ټوخلې) اخته ده." دا د یو کلنې کلثوم د تره (اکا) احمدالله ذکي خبرې دي؛ هغه ماشومه چې د کابل په اندراګاندي (د ماشومانو د درملنې ملي او تخصصي) روغتون کې له عملیات دوه ورځې وروسته مړه شوه. د کلثوم کورنۍ وايي، د افغانستان سویل کې یو حوزوي روغتون، دوه شخصي روغتونونه، یو دولتي روغتیایې مرکز او پنځه شخصي ډاکتران د دغې ماشومې د روغتیایي ستونزې په درملنه کې پاتې راغلل.

لنډې ویډیوګانې

  • USA Deplo
  • عراق
  • روباټ راهب
  • "هره ورځ مې پلار په ویلچېر ښوونځي ته وړي"
  • امید علي‌زاده په ساوات نړیوالو سیالیو کې درې مډالونه ګټلي
  • مولانا ادریس
  • موټرچلوونکی په موټر کې ناست او په حیرانۍ ګوري
  • کابل
  • بحیراب

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۹ می ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۸ می ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۸ می ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي