BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • د فرانسې د بهرنيو چارو وزير

    فرانسه وايي افغان ښځو ته تحصيلي بورسونه ورکوي

    د فرانسې د بهرنيو چارو وزير ژان نويل باروټ د سې شنبې په ورځ (۲۴ نومبر) د فرانسې په ولسي جرګه کې د پوښتنو او ځوابونو پر مهال وويل، د "افغان ښځو وضعيت ورځ تر بلې خرابېږي" او په وینا یې له همدې امله غواړي د دوی لپاره ډېر څه وکړي.

  • ګاډي ولاړ دي

    د افغان کډوالو د ټرانسپورت ټولنه وايي پاکستان کې "دوه زره" باروړونکي ګاډي بند پاتې دي

    پاکستان کې د افغان کډوالو د ترانسپورټ ټولنه وايي، په دغه هېواد کې د کډوالو پر ضد د حکومت د اقدام له امله د افغانانو نژدې دوه زره باروړونکي ګاډي بند پاتې دي.

  • مولانا فضل الرحمان

    'لاهور کې د مولانا فضل الرحمان د استوګنځي شاوخوا لوی شمېر پوليس ځای پر ځای شوي'

    د جمعيت علمای اسلام (ف) ګوند مسوولین ادعا کوي، د پوليسو ګڼ شمېر ځواکونه په لاهور کې د مولانا فضل الرحمان د استوګنځي مخې ته ځای پر ځای شوي او هېڅ چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې ودانۍ ته دننه شي يا ترې ووځي.

  • ویبهو سوریونشي د ۲۰۲۶ کال په جولای کې د هند لپاره په شل اوریزو (ټي - ۲۰) نړیوالو سیالیو کې لومړۍ لوبه وکړه، خو تر اوسه یې د هند د پنځوس اوریزو (او ډي ای) نړیوالې لوبډلې لپاره لوبه نه ده کړې.

    ۱۵ کلن سوریا ونشي په ۵۳ توپونو ۲۰۴ منډې وکړې او د شپږیزو ریکارډ یې مات کړ

    هندي ۱۵ کلن توپ‌وهونکي ویبهو سوریاونشي د هند الف لوبډلې لپاره د متحده عربي اماراتو کرېکټ لوبډلې پر وړاندې په یوازې ۵۳ توپونو ۲۰۴ منډې وکړې او د نارینه‌ وو په یو ورځنیو سیالیو کې یې د یوې پاڼۍ د تر ټولو ډېرو شپږیزو نوی ریکارډ جوړ کړ.

  • د پرستو احمدي کنسرت د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د هغې پر یوټیوب چینل په ژوندۍ بڼه خپور شوی و

    'ایراني چارواکو هغه سندرغاړې په دُرو وهلې، چې بې حجابه یې سندرې ویلې وې'

    مدافع وکیلان وايي، مشهوره ایرانۍ سندرغاړې پرستو احمدي او د هغې د موسیقۍ ډلې څلور غړي د ایراني چارواکو لخوا په دُرو وهل شوي دي.

  • رحمان ګل

    پاکستان پر رحمان ګل انعام ټاکلی، دی څوک دی؟

    د پاکستان د بلوچستان ایالتي حکومت د وسله والو ډلو په اړه د کره معلوماتو ورکوونکو لپاره د کروړونو روپیو انعام اعلان کړی دی. د ایالتي حکومت د یوې ویناپاڼې له مخې، د بېلتون غوښتونکې ډلې بلوچستان لیبریشن ارمي (BLA) د نوي ټاکل شوي مشر رحمان ګل او د دغه ډلې د پخواني مشر بشیر زیب په اړه د باوري معلوماتو د چمتو کولو په بدل کې د ۲۵ کروړه پاکستانۍ روپیو انعام ټاکل شوی دی.

  • د جرمونو نړیوالې محکمې لیکدړه

    تاجکستان د جرمونو نړیوالې محکمې له غړیتوبه لاس اخلي

    تاجکستان د دوشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د جرمونو له نړیوالې محکمې (ICC) له غړیتوبه لاس اخلي. دا له هغه وروسته څلورم هېواد شو چې متحده ایالاتو په دې اوړي کې د دغه نړیوال قضايي بنسټ د منحلولو غوښتنه وکړه. د روم اساسنامې د غړو هېوادونو د غونډې (Assembly of States Parties) مشرانو په یوه ویناپاڼه کې وویل چې دوی د تاجکستان پر وتلو "خواشیني" څرګندوي.

  • درې ایرانیان پر موټر سایکل سپاره دي.

    پر ۵۰ بېړیو د ایران د سایبري بریدونو شک؛ پر تهران نوي بندیزونه ولګېدل

    امریکايي ورځپاڼې "وال سټریټ ژورنال" راپور ورکړی، چې د امریکا متحده ایالات پر لسګونو بېړیو او د انرژۍ پر لېږدوونکو ټانکرونو د سایبري بریدونو په لړۍ کې د ایران د احتمالي لاس لرلو په اړه پلټنې کوي. دا اندېښنې حالت کې رادبره کېږي چې وېره شته تهران به له منځني ختیځه بهر پر امریکايي موخو د برېښنايي عملیاتو او امنیتي پلانونو له لارې د مقابلې لمن پراخه کړي.

  • ګاډي ولاړ دي

    افغانستان کې د بدل لاس موټرو د ثبت او ځانګړو سټېکرونو د وېش بهير پيل شوی

    په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دوشنبې له ورځې له کابل پرته په ۳۳ ولایتونو کې د بدل لاس سټیرینګ لرونکو موټرو د ثبت او ځانګړو سټېکرونو د وېش بهیر پیل شوی.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • Keyframe #3
  • جاپان
  • لیبیا کې د روسیې پر بېړۍ برید
  • کنګینه
  • Keyframe #5
  • جولیان لېزلي
  • لندن
  • توره پړانګه
  • د پوتین اټومي بکس
  • Herat
  • INDIA
  • مجرمان

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټیلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • تصویری از مراسم علی خامنه‌ای در شیراز

    د خامنه‌يي له 'جفر او رمل' نیولې د اطلاعاتو وزیر تر 'جادو ماتونکې' ګوتمۍ؛ د ایران نظام کې د خفیه علومو ځای

    دا د ایران اسلامي جمهوریت د چارواکو ترمنځ د "پټو یا خفیه علومو" د نقش او ځای په اړه له هغو غیر معمولي کیسو یوازې یوه ده، چې د دا وړ باورونو له یوې پراخې لړۍ پرده پورته کوي. له جفر، رمل او وړاندوینو سره له لېوالتیا رانیولې، له پېریانو سره د اړیکو تر تورونو، د کوډو او جادو او یا د هغو مخنیوي لپاره د تعویذونو تر هڅو پورې د ایراني چارواکو ګڼې کیسې موجودې دي.

  • سبزیجات

    د غوښو له خوړلو پرته بدن کې د اوسپنې د زیاتولو پنځه لارې کومې دي؟

    له ماشومتوبه موږ ته ویل شوي، چې د پالکو خوړل بدن پیاوړی کوي، ځکه پالک په زیاته کچه اوسپنه لري. تر اوسه هم ډېر خلک پالک په بېلابېلو خوړو کې کاروي، لکه مکروني، هګۍ او بانجان او داسې نور خواړه.

  • د ملګرو ملتونو مشرتابه ته نومانده لانا نسیبه

    د ملګرو ملتونو مشرتابه ته نومانده: 'که بریالۍ شم، غواړم افغان ښځو ته خدمت وکړم'

    لانا نسیبه، هغه اماراتي نومانده ده چې د ملګرو ملتونو د راتلونکي سرمنشي څوکۍ ترلاسه کولو لپاره سیالي کوي. هغې د فرانسې خبري اژانس (اې اېف پي) ته ویلي، هغه ځان د "پل جوړوونکې" په توګه ګڼي؛ چې کولای شي د دې سازمان لپاره په یوه ډېر حساس پړاو کې مثبت بدلون راولي. نسیبه، چې په خټه فلسطیني، اماراتۍ ده، وروسته له هغه د نوماندې په توګه راڅرګنده شوه چې د ټاکنیزو سیالیو په بهیر کې یو ډول بند حالت رامنځته شو.

  • کنگینه

    'کَنګینه'؛ په ژمي کې د اوړي خوند: افغانستان کې د ژمي لپاره د انګورو د ساتلو نوښتګر دود

    "کَنګینه" د افغانستان د انګورو د ساتلو یوه دودیزه طریقه ده، چې بڼوال پکې د خټو او بوسو په مرسته انګور د حاصلاتو له ټولولو د ژمي تر میاشتو او ان د پسرلي تر موسم پورې تازه ساتي. دا دود چې لا هم د کابل او پروان په ځینو سیمو کې رواج لري، له یوه نسل بل ته د بڼوالو ترمنځ لېږدول شوی دی. د کابل په څنډو کې، په هغه سیمه کې چې د کلکانو ولسوالۍ د انګورو بڼونه پکې پراخ شوي، بڼوال لا هم د انګورو د ساتلو لپاره له دې څو پېړۍ زاړه دودیزې طریقې کار اخلي.

  • درس: منځنۍ دورې لپاره آنلاین زده کړې

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

    د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

د ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه۲۵ نومبر ۲۰۲۶, ۰۹:۳۰, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر۲۴ نومبر ۲۰۲۶, ۱۵:۳۰, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي