BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, د ایران د بشري حقونو سازمان: احتجاجونو کې تر دې دمه ۱۹۲ کسان وژل شوي
د ایران د بشري حقونو سازمان چې مرکز یې په ناروې کې دی، ویلي د تېرو دوو اوونیو احتجاجونو پر مهال یې د لږترلږه ۱۹۲ کسانو وژل کېدل تایید کړي. خو دغه سازمان د ځینو اټکلونو او سرچینو پر بنسټ زیاته کړې، چې د وژل شویو اصلي شمېر ښايي ان تر ۲۰۰۰ کسانو لوړ وي. تر دې مخکې د ایران د عامهنظم عمومي قوماندان احمدرضا رادان ویلي وو چې له احتجاج کوونکو سره یې د چلند کچه "لوړه" کړې ده.
د افغان ښځو په لاس جوړ د برېښنا ګروپونه
د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې ځینې افغان ښځې په یوه کاري ورکشاپ کې د برېښنايي ګورپونو او LED ګروپونو د بېلابېلو ډولونو د جوړولو له لارې ښځو ته د کار زمینه او مسلکي مهارتونه برابروي.
اسلاماباد کې د ګازو ډبې چاودنې زوم، ناوې او شپږ نور کسان وژلي
د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د یکشنبې سهار د ګاز ډبې د چاودنې له امله اته کسان ووژل شول چې په وژل شویو کې یوه نوې واده شوې جوړه، ناوې او زوم هم شامل دي.
چارواکي وايي امریکايي ځواکونو په سوريه کې پر داعش بریدونه کړي
د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) ويلي چې د امریکا او د هغو د متحدينو د ځواکونو له خوا په سوریه کې د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) پر موخو پراخ هوايي بریدونه شوي دي.
د ملګرو ملتونو د لومړنۍ عمومي اسمبلۍ ۸۰ یمه کلیزه: دغه نړیوال سازمان ولې جوړ شو؟
نن شنبه د جنورۍ لسمې ده او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ناستې اتیا کلونه پوره شول. د دغه سازمان په لومړنۍ ناسته کې چې په لندن کې وه، د ۵۱ هېوادونو استازي راټول شوي وو او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د یوه نوي نړیوال نظم بنسټ کېښوول شو. افغانستان هم د ملګرو ملتونو د ټولنې په لومړنيو غړو کې راځي.
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د قوانینو د پلي کولو اداره ایس(ICE) د ځواک په کارولو کې څومره واک لري؟
په مینیاپولیس ښار کې پر ۳۷ کلنې ریني نیکول ګوډ د ډزو پېښې د لاریونونو یوه داسې لړۍ پیل کړه چې له امله یې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکاتو د قوانینو د پلي کولو ادارې فعالیتونه له لا زیاتې څارنې سره مخامخ شوي. له هغه راهیسې چې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ستون شوی یادې ادارې زرګونه کسان نیولي چې ګڼ شمېر یې په عامه ځایونو کې وو.
د ایران په شاهي کورنۍ کې زېږېدلی خو ولې جلا وطنی شو؟
رضا پهلوي د ایران د وروستي پادشاه جلاوطنی زوی د پنجشنبې په ورځ د نویو او پراخو لاریونونو د ترسره کېدو غوښتنه کړې وه. ده دا غږ وروسته له هغه وکړ، چې په هېواد کې د مظاهرو نوې څپې راپورته شوې ده.
ببرک کارمل واک ته له رسېدو وروسته ایت الله خمیني ته په لیک کې څه ویلي و؟
د افغانستان خلق دیموکراتیک ګوند د حکومت درېیم ولسمشر ببرک کارمل واک ته له رسېدو دوې اونۍ وروسته د ۱۳۵۸ کال د مرغومي پر ۱۹مه د ایران اسلامي جمهوریت د هغه مهال مشر ایت الله خمینی ته یوه لیک کې ویلي و، په افغانستان کې د شوروي ځواکونو شتون د موقت وخت لپاره دی.
د طالبانو حکومت نور احمد نور نوي ډیلي ته د نوي چارسمبالي سفیر په توګه معرفي کړی
د طالبانو په حکومت کې سرچینو بيبيسي ته تایید کړې چې د هغوی نوی چارسمبالي "سفیر" نور احمد نور ډیلي ته رسېدلی دی. یادو سرچینو دا هم ویلي، چې نور احمد نور پر پنجشنبه (جنوري اتمه/مرغومی ۱۹) معرفي شوی او په سفارت کې یې خپل کار پیل کړی دی. نور احمد نور تر دې وړاندې د طالبانو حکومت کې د بهرنیو چارو وزارت د لومړي سیاسي ریاست مشر په توګه دنده ترسره کړې ده.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۱۱ جنوري ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
ژوندۍ خپرونه واورئ, خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۱۱ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۱۱ جنوري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۱۰ جنوري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.










































