د ایران ولسمشر د سوداګریزو هوکړو لپاره د اروپا په سفر تللی

د عکس سرچینه، AP
د ایران ولسمشر حسن روحاني اروپا ته د خپل سفر په لومړي پړاو کې ایټالیا ته ځي او دغه هېواد کې به مهمې سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړي.
دغه سفر د ایران اتومي پروګرام پر سر له هوکړې وروسته پر دغه هېواد د لګېدلو بندیزونو له لرې کېدو یوه اونۍ وروسته تر سره کېږي.
رپوټونو کې ویل شوي، چې ښاغلی روحاني به له ایټالوي شرکتونو سره د ۱۸ بیلیونو ډالرو ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړي.
اروپا ته د سفر دویم پړاو کې به وايي، نوموړی فرانسه کې د الوتکو په تړاو یوه هوکړه وکړي.
ولسمشر روحاني د سوداګرو او وزیرانو د ۱۲۰ کسیزې ډلې په مشرتابه د پنځو ورځو لپاره د روم او پاریس په سفر وتلی.
ایټالیا کې به نوموړی له خپله ایټالوي سیال سیرګیو ماتاریلا او لومړي وزیر ماتیو رینزي سره وویني.
رویټرز خبري اژانس د یوه لوړ پوړي ایراني چارواکي له قوله ویلي، 'دا ډېر مهم سفر دی، دا د نوي باب پیلولو او بېلو برخو کې زموږ له هېواد سره د همکاریو لار پرانیستلو وخت دی.'
ولسمشر روحاني به د خپل سفر دویم پړاو کې له ایربس الوتکې رغونکې کمپنۍ سره د ۱۱۴ الوتکو پېرودلو موضوع نهايي کولو لپاره خبرې وکړي.

د عکس سرچینه، Getty
دې سره تهران غواړي له امریکايي بوئینګ شرکته هم الوتکې وپيري.
د ۱۹۷۹ له ایراني انقلابه وروسته دغه هېواد له لوېدېځو هېوادونو د الوتکو پېرودلو هڅه کوي.
ایران کې مساپر تر ساعتونو پورې هوايي ډګرونو کې د زړو الوتکو له کبله انتظار کوي.
روم کې د بي بي سي خبریال جیمز رینولدز وايي، د ایرانیانو لپاره به نوې الوتکې د اتومي هوکړې لړ کې د پرمختګ سملاسي بېلګه وي.
د شنبې په ورځ ایران او چین ۱۷ هوکړې لاسلیک کړې، چې پکې د سوداګرۍ ودې او انرژۍ په تړاو د ۶۰۰ بیلیونه ډالرو هوکړې شاملې وې.
تېره اونۍ د ایران له لوري د اتومي پروګرام بندولو له هوکړې وروسته پر دغه هېواد لګیدلي بندیزونه لرې کړل شول.








