"بېرډمن" د ۲۰۱۵ کال د اوسکار غوره فلم جایزه وګټله

د عکس سرچینه، AFP

د ۲۰۱۵ کال د غوره فلمونو جایزو وېشلو اوه اتیایم پړاو پای ته ورسېد، چې "بېړډمن" د سږکال (غوره فلم، غوره لوبېدو او غوره فلمي کیسې) جایزه وګټله.

جولیان مور ته په still Alice فلم کې د لوبېدو له کبله د غوره ممثلې جایزه ورکړل شوه.

د ۲۰۱۵ کال د اوسکار غوره جایزو مراسم پای ته ورسېدل، چې د تولیدوونکي ایخاندرو ګونزالیس "بېرډمن" فلم پکې د غوره فلم جایزه وګټله.

بریتانوي ممثل ایډي ریډمن په "The theory of everything" فلم کې د لوبېدو له برکته د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

جولیان مور ته بیا په Still Alice فلم کې د لوبېدو له کبله د غوره ممثلې جایزه ورکړل شوه.

پاتریشیا ارکویت ته په بوایهوډ فلم کې د غوره مرستیالې ممثلې جایزه ورکړل شوه.

ارکویت د فلم له جوړوونکو مننه وکړه "د ټولو د مساوي حقونو لپاره مو مبارزه وکړه، او اوس د مساواتو د اجر ورکولو وخت رارسېدلی.

"سیمونز، چې په فلم کې د موسیقۍ د یوه انستیتوت د ښوونکي رول لوبولی، له خپلې کورنۍ، مېرمن او ماشومانو مننه وکړه.

بریتانوي ممثل ایډي ریډمن په "The theory of everything" فلم کې د لوبېدو له برکته د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، بریتانوي ممثل ایډي ریډمن په "The theory of everything" فلم کې د لوبېدو له برکته د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

د عکس سرچینه، Reuters

جولیان مور ته بیا په Still Alice فلم کې د لوبېدو له کبله د غوره ممثلې جایزه ورکړل شوه.

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، جولیان مور ته بیا په Still Alice فلم کې د لوبېدو له کبله د غوره ممثلې جایزه ورکړل شوه.

د Whiplash په نامه فلم د غوره مونتاژ او غوره غږیز مونتاج جایزه خپله کړه.خو The Grand Budapest Hotel فلم بیا د کالیو د غوره ډیزان او د وېښتانو د بهرته مکیاژ جایزه وګټله.

پولنډي Ida فلم په بهرنۍ ژبه د غوره فلم جایزه وګټله.

د اوسکار د اوه اتیایم پړاو جایزو وېشلو دغو مراسمو ته امریکایی ممثل نیل پاتریک هاریس هم ورغلی و.

محفل په هالیووډ کې جوړ شوی، چې نژدې د ۳۳۰۰ کسانو لپاره یې ځای درلود.

 سږ کال پنځه برېتانوي فلمي لوبغاړي د اوسکار جایزې لپاره نومول شوي.
د عکس تشریح، سږ کال پنځه برېتانوي فلمي لوبغاړي د اوسکار جایزې لپاره نومول شوي.

د محفل له سالون بهر، د هالیووډ د سړک یوه برخه د سینمايي لوبغاړو د هرکلي لپاره بنده شوې وه.

د مراسمو لپاره ټینګ امنیت نیول شوی و، چې نژدې زر امنیتي ځواکونه هلته ځای پرځای شوي وو.

د محفل لپاره آن د تېرې پنجشنبې په ورځ هالیووډ ته څېرمه سړکونه تړل شوي وو، خو وېره دا وه چې ګني هلته چاودېدونکي توکي ځای پرخای شوي، چې بیا وروسته دا خبره بې بنسټه وبلل شوه.

د اوسکار اکاډیمي د غړو – چې شمېر یې ۶۲۹۲ ته رسېږي - وروستۍ رای اچونه د سې شنبې په ورځ ترسره شوه.

اوسکار په نړیواله کچه د فلمي صنعت تر ټولو لوړه، ارزښتناکه او باوري جایزه بلل کېږي.

پولنډي Ida فلم په بهرنۍ ژبه د غوره فلم جایزه وګټله.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، پولنډي Ida فلم په بهرنۍ ژبه د غوره فلم جایزه وګټله.

دغه جایزې په لومړي ځل ۱۹۲۹ کال کې پیل شوې او سږ کال د ۸۷ ځل لپاره ترسره کېږي. اوسکار جایزې د سینما او تلویزیون په صنعت کې تر ټولو پخوانۍ جایزې هم دي.

تېر کال د اوسکار جایزو ژوندی پروګرام په نژدې ۲۰۰ هېوادونو کې لیدل شوی و. ۲۰۱۴م کال کې د غوره فلم اوسکار جایزه "ټوېلف ایر ا سلیو" (۱۲ کلنه غلامي) فلم ګټلې وه.

اوسکار جایزې چې د اکیډمي اېوارډز په نوم هم مشهورې دي په لومړي ځل په ۱۹۲۹م کال کې پیل شوې.

هر کال د امریکا په فلمي صنعت هالیووډ کې چې د نړۍ تر ټولو لوی فلمي صنعت دی د کوچنۍ او لویې کچې ګڼ فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، هر کال د امریکا په فلمي صنعت هالیووډ کې چې د نړۍ تر ټولو لوی فلمي صنعت دی د کوچنۍ او لویې کچې ګڼ فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي.

موخه یې د کال په اوږدو کې د کال د غوره فلمونو، هنرمندانو، فلم جوړوونکو او نورو ټولو هغو خلکو چې په فلمي صنعت کې کار کوي، ستایل دي.

هر کال د امریکا په فلمي صنعت هالیووډ کې چې د نړۍ تر ټولو لوی فلمي صنعت دی د کوچنۍ او لویې کچې ګڼ فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي.