اوسکار ۲۰۱۵: څوک د کومې جایزې لپاره نومول شوي

د فبرورۍ ۲۲مه نېټه ده، د یکشنبې ورځ. د اوسکار جایزو وېشلو لپاره دریځ چمتو دی. تېر کال هالیووډ او د نړۍ په ځینو نورو لویو سینماګانو کې ګڼ فلمونه نندارې ته وړاندې شول.
د کال د غوره فلم لپاره برډمین او بوای هوډ ظاهرآ تر نورو سیالو فلمونو وړاندې ښکاري.
د فلمي صنعت شنونکي د غوره فلم ټاکلو لپاره له نظریاتي پلوه وېشلي دي، ځینې یې بوای هوډ (هلک توب) د کال غوره فلم ګڼي، ځینې هغه برډمن ته خپله رایه ورکوي او ځینې نور هغه بیا له امېرېکن سنایپر او سېلما نه اغېزمن شوي.

د اوسکار جایزې لنډه تاریخچه:
اوسکار جایزې چې د اکیډمي اېوارډز په نوم هم مشهورې دي په لومړي ځل په ۱۹۲۹م کال کې پیل شوې.
موخه یې د کال په اوږدو کې د کال د غوره فلمونو، هنرمندانو، فلم جوړوونکو او نورو ټولو هغو خلکو چې په فلمي صنعت کې کار کوي، ستایل دي.
هر کال د امریکا په فلمي صنعت هالیووډ کې چې د نړۍ تر ټولو لوی فلمي صنعت دی د کوچنۍ او لویې کچې ګڼ فلمونه نندارې ته وړاندې کېږي.
طبیعي خبره ده چې په دغو فلمونو کې به ځینې هغه د ښکلې کیسې او جوړښت له کبله ډیر مشهور او بریالي کېږي او ځینې نور به بیا دومره بازار نه مومي.
اوسکار هم د کال غوره فلم، غوره نارینه او ښځینه فلمي لوبغاړي، غوره ډایرېکټران او ډیر نور هنرمندان د دوی د ښه کار او زیار له امله په جایزو نازوي او ستايي یې.
اوسکار په نړیواله کچه د فلمي صنعت تر ټولو لوړه، ارزښتناکه او باوري جایزه بلل کېږي.
دغه جایزې په لومړي ځل ۱۹۲۹ کال کې پیل شوې او سږ کال د ۸۷ ځل لپاره ترسره کېږي. اوسکار جایزې د سینما او تلویزیون په صنعت کې تر ټولو پخوانۍ جایزې هم دي.
د ټلویزیون صنعت ایمي اېوارډز، د تیاتر ټوني اېوارډز او د موسیقۍ ګرامي اېوارډز ټولې له اوسکار وروسته پیل شوي.
تېر کال د اوسکار جایزو ژوندی پروګرام په نژدې ۲۰۰ هېوادونو کې لیدل شوی و. ۲۰۱۴م کال کې د غوره فلم اوسکار جایزه "ټوېلف ایر ا سلیو" (۱۲ کلنه غلامي) فلم ګټلې وه.

د سږ کال اوسکار جایزې:
د سږني کال اوسکار جایزې د ډولبي تیاتر په تالار کې ترسره کېدونکي دي. د دریځ چارې به یې د هالیووډ فلمي لوبغاړي نیل پاټرېک هیرېس په غاړه وي.
د ډایرېکټر رېچرډ لېنک لیټر ډراما فلم بوای هوډ (هلک توب) خورا ډیر ستایل شوی او د غوره فلم اوسکار جایزې لپاره تر نورو وړاندې ښکاري.
پر بوای هوډ سربېره د الېګزاندرو ګونزالېز برډمن هم لیدونکو او هم شنونکو ستایلی. د غوره نارینه اکتور اوسکار جایزې لپاره به د برېتانوي بېنېډېکټ کمبربیچ، برډلي کوپر او مایکل کيټن تر منځ سخته سیالي وي.
د غوره ښځینه اکتورې اوسکار جایزې سیالۍ لپاره به هم جولیان مور، فېلیسېټي جونز او برېتانوۍ کيېرا نایټلي تر منځ سیالي وي.

د غوره فلم جایزې لپاره نومونه:
۱: امرېکن سنایپر (برډلي کوپر – سيانا مېلر)
۲: بوای هوډ (ايتن هاک – پټريشا ارکيټ)
۳: برډمن ( مایکل کيټن – ايما سټون)
۴: د ګرانډ بوداپېسټ هوټل (رالف فیانس – ټوني رېوالوري)
۵: د اېميټیشن ګیم (بېنېډېکټ کمبربیچ – کیېرا نایټلي)
۶: د تیري اف اېوریتېنګ (فېلیسېټي جونز – اېډي رېډماین)
۷: سېلما (ډیوېډ اویلو – اوپرا وېنفرې)
۸: وېپلش (مایلز ټېلر – جی کی سېمنز)

د غوره اکتور جایزې لپاره نومونه:
۱: برډلي کوپر (امېرېکن سنایپر)
۲: بینېډېکټ کمبربیچ (د اېمیټیشن ګیم)
۳: سټیو کارل (فوکس کیچر)
۴: مایکل کيټن (برډمن)
۵: اېډي رېډماین (د تيري اف ايوريتېنګ)

د غوره ډایرېکټر (فلم جوړوونکی) جایزې لپاره نومول شوي کسان:
۱: وېس انډرسن (د ګرانډ بوداپېسټ هوټل)
۲: الېګزانډر ګونزالېز اېناريټو (برډمن)
۳: رېچرډ لېنک لیټر (بوای هوډ)
۴: بېنېټ مېلر ( فاکس کیچر)
۵: مورټن ټېلډم (د اېميټیشن ګیم)








