د سوریې د مخالفو ډلو روزل او په وسلو سمبالول

دغه پلان د امریکا کانګرس لخواه ۲۷۳ موافقو رایو او ۱۵۶ مخالفو رایو سره تصویب شو

د عکس سرچینه، REUTERS

د عکس تشریح، دغه پلان د امریکا کانګرس لخواه ۲۷۳ موافقو رایو او ۱۵۶ مخالفو رایو سره تصویب شو

د امریکا کانګرس د سخت دریځې اسلام پالې ډلې اسلامي دولت پر وړاندې سوري یاغیانو ته د وسلو ورکولو او د هغوی د روزلو لپاره د امریکا ولسمشر بارک اوباما پلان منظور کړ.

په کانګرس کې جمهوریت غوښتونکو په اکثریت سره دغه پلان ومانه او تمه ده چې سنا به یې هم منظور کړي. د امریکا کانګرس دغه پلان د امریکا ولسمشر اوباما تر هغې وینا وروسته منظور کړ چې ویلي و، د امریکا پوځیان به عراق ته وا نه ستوی.

کانګرس دغه پلان د ۱۵۶ مخالفو رایو پر وړاندې په ۲۷۳ رایو سره منظور کړ، د دغه پلان له مخې په سوریه کې د یاغیانو د بېلا بېلو ډلو د روزلو او په وسلو سمبالولو لپاره د ۵۰۰ میلیونو ډالرو منظوري ورکړې ده.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر امریکايي پوځ ته ویلي و، چې سخت دریځې ډلې اسلامي دولت پر خلاف به عراق ته امریکايي پوځیان وا نه ستوي،"زه عراق ته د یوې بلې ځمکنۍ جګړې لپاره د امریکایانو استولو ته چمتو نه یم".

له دې مخکې هم د امریکا ولسمشر بارک اوباما ویلي و، چې د اسلامي دولت خلاف عراق ته استول کیدونکی پوځ به په جګړه کې برخه نه اخلي.

دغه وینا په داسې وخت کې کیږي چې یوه ورځ مخکې د امریکا د پوځ مشر مارتین ډیمپسی ويلي و، که د اسلامي دولت پر وړاندې د امریکا د هوايي بریدونو تګلاره ناکامه شي نو عراق ته په پوځ واستوي.

ډیمپسي ویلي، باوري دی چې د اسلامي دولت پر خلاف نړیوال یووالی د دغو سخت دریځو پر وړاندې یو غوره اتحاد دی.

هغه زیاته کړه چې:"که چیرې دغه یووالی ناکامه شي او امریکا له ګواښ سره مخامخ وي نو یقینا موږ به له دغې غوښتنې سره ولسمشر ته ورځو چې عراق ته د امریکايي پوځیان واستوي".

د امریکا پوځ وايي، د دوی جنګي الوتکو په عراق کې د بغداد شاوخوا پر سخت دریځو بمبارۍ کړې دي.