چین کې د زلزلې قربانیانو شمېر ۶۰۰ ته رسېدلی

د عکس سرچینه، XINHUA
چینايي چارواکي وايي، په یونن ولایت کې د تېرې زلزلې د قربانیانو شمېر ۶۰۰ کسانو ته نژدې شوی.
چین کې د زلزلې قربانیانو شمېر ۶۰۰ ته رسېدلی
چینايي چارواکو ویلي، لاهم په یونن ولایت کې د زورورې زلزلې له کبله له کنډواله شویو ځایونو مړي راوباسي.
چین وايي، په دې زلزله کې د وژل شویو خلکو شمېر ۶۰۰ ته نژدې شوی دی.
د تېرې یکشنبې پر ورځ د ریختر په کچه ۶.۱ درجې زلزلې غرنۍ سیمه او یونن ولایت ته ټکان ورکړ.
زلزلې او ځمکې ښویېدو زرګونه کورونه ویجاړ کړي او زیانمن کړي دي.
د چین د ملکي چارو وزارت ویلي، په زلزله کې ټول ټال ۵۸۹ کسان وژل شوي او نهه نور تري تم دي، او تر ۲۴۰۰ ډېر خلک ټپیان شوي دي.
د زورورې زلزلې له کبله زیاتره سړکونه ویجاړ او تړل شوي دي.
د زلزلې مرکز په لانګټوشان ښار کې ښودل شوی، چې نرۍ غونډې او تنګ سړکونه پکې دي.
چین د زلزلې ځپل شوې سیمې ته زرګونه پوځيان او ژغورونکي استولي وو.
دوی هلته زیانمنو شویو خلکو ته خېمې، خواړه او د ژوند لومړني توکي وړي وو.
ژغورندویې ډلې هڅه کوي، چې ویجاړ شوي سړکونه بېرته ورغوي د باران له کبله ویجاړۍ جبیره کړي.

د عکس سرچینه، XINHUA
چارواکي د رضاکارانو د یوې ډلې جوړولو غوښتنه کړې، چې هلته پاتې شي او په سیمه کې مرسته وکړي.
د چین جنوب لوېديځ سیمه پر هغه کرښه پرته ده، چې ډېر کله پکې زلزلې کېږي.
په ۲۰۰۸ کال کې د چین سیچوان کې د ریختر په کچه ۷.۷ درجې یوې زورورې زلزلې لسګونه زره خلک ووژ.
په یونن کې په ۱۹۷۰ کال کې هم یوې زلزلې لږترلږه ۱۵۰۰۰ کسان وژلي وو.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس سرچینه، BBC World Service








