د چین زلزله کې د مړو شمېر ۳۸۱ ته رسېدلی

د عکس سرچینه، AFP
چینايي رسنیو ویلي، حکومت په سوېل لوېديځ یونن ولایت کې د زلزلې سیمې ته ۲۵۰۰ ژغورندویه پوځيان استولي دي.
په چین کې د زلزلې له کبله د مړو شمېر ۳۸۱ ته رسېدلی دی.
دغه ۶.۱ زلزله د تېرې یکشنبې پر ورځ وشوه، چې تر ۱۸۰۰ ډېر کسان پکې ټپیان شوي هم دي.
چینايي عسکر اوس په سیمه کې د خلکو پر ژغورنې او له کنډوالو د خلکو په رایستلو بوخت دي، خو ځینې نور پوځيان لا له وړاندې سیمې ته د ژغورندویو ډلو د لاسنیوي لپاره استول شوي وو.
د چین حکومتي تلوېزیون سي سي ټي وي ویلي، په تېرو ۱۴ کلونو کې دا دومره قوي زلزله وه، چې ان په غرنیو ولایتونو کې هم احساس شوې ده.
د چین ولسمشر شي جین پینګ د خلکو د ژغورنې لپاره تر خپلې وسې پورې د هڅو کولو او سیمې ته د نورو سرتېرو د استولو غوښتنه کړې ده.
په ژغورونکو پوځيانو کې تر ۳۰۰ ډېر پولیس، اور وژونکي او نژدې ۴۰۰ د بېړنیو چارو کارکوونکي دي.
د چین خبري اژانس شینخوا ویلي، په زلزله کې نژدې ۱۲۰۰۰ کورونه ویجاړ شوي او کابو ۳۰۰۰۰ زیانمن شوي.
حکومت سیمې ته ۲۰۰۰ خېمې، ۳۰۰۰ سفري بیسترې، ۳۰۰۰ کمپلې او ۳۰۰۰ جوړې کالي د زلزله ځپلو لپاره استولي دي.
خو په بیجینګ کې د بي بي سي خبریاله سیلیا هاټن وايي، ژغورونکي هڅه کوي، چې زیانمنو ته د اړتیا وړ توکي ورسوي.

د عکس سرچینه، xinhua

د عکس سرچینه، AFP
د باران او ځمکې ښویېدنې له کبله زیاتره سړکونه زیانمن شوي دي.
په یونن کې د لوډیان روغتون مشر چېن وانګچنګ ویلي، د بېړنیو مرستو په لړ کې درمل رسېدلي:
"کله چې موږ سیمې ته ورسېدو، ټول کورونه ویجاړ شوي وو. هرځای مړي پراته وو، ګڼ خلک په ټپي حالت کې وو".
د امریکا د ځمکې پېژندنې سروې ویلي، د زلزلې مرکز د ولایت په شمال ختيځ کې ژواټونګ سیمې تر ځمکې لاندې ۱۰ کیلومتره (شپږ میله) و.
د چین جنوب لوېديځ سیمه پر هغه کرښه پرته ده، چې ډېر کله پکې زلزلې کېږي.
په ۲۰۰۸ کال کې د چین سیچوان کې د ریختر په کچه ۷.۷ درجې یوې زورورې زلزلې لسګونه زره خلک ووژ.
په یونن کې په ۱۹۷۰ کال کې هم یوې زلزلې لږترلږه ۱۵۰۰۰ کسان وژلي وو.

د عکس سرچینه،









