استرالیا ۴۱ سریلانکایي کډوال بیرته ستانه کړل

د عکس سرچینه، Getty
استرالیا د یکشنبې په ورځ (جولای ۶) د۴۱ سریلانکايي پناه غوښتونکو د بیرته ستنولو په اړه خبر ورکړی.
مخکې له دې د بشري حقونو مدافعو ډلو له ۲۰۰ د ډېرو سریلانکايي پناه غوښتونکو د بیرته ستنولو په اړه اندېښنې څرګندې کړې وې.
د بشري حقونو د مدافعینو په وینا، له استرالیا ستانه کړل شوي پناه غوښتونکو له ډلې یې ځینې د تامیل له قوم څخه وو، چې کیدای شي په سريلانکا کې محاکمه شي.
د استرالیا دولت پرته له دې چې د مخکینیو سريلانکایي پناه غوښتونکو په اړه کوم نظر ورکړي، د نړیوالو ژمنو په مراعاتولو او د پناه غوښتونکو د دوسیو په دقیقې څیړنې باندې ټینګار وکړ.
په دې اساس، هغه ډله چې د یکشنبې په ورځ سريلانکا ته واستول شوه، یوازې څلور تنه یې د تامیل لږکي قوم اړوند دي.
سریلانکا د تامیل قوم په وړاندې د چلند په اړه تر نیوکو لاندې ده.
د استرالیا د کډوالو چارو وزیر اسکات موریسن په وینا، ۴۱ نا قانونه ګډوال لیږدونکې بیړۍ په سمندر کې د سریلانکا چارواکو ته وسپارل شوه.
د هغه په وینا، د دې ټولو وګړو وضعیت مخکې له بیرته ستنولو څیړل شوی او یوازې یوه کس په شرایطو برابر د پناه غوښتلو حق درلوده.
ښاغلي موریسن وویل، دې وګړي په خپله خوښه دا پریکړه وکړه چې له نورو پناه غوښتونکو سره سریلانکا ته بیرته را وګرځي.
د پناه غوښتونکو د حقونو مدافعین وايي، له پناه غوښتونکو سره د استرالیا رویه او کړنې له نړیوالو مقرراتو سره په ټکر کې و.
استرالیا هغه پناه غوښتونکي چې د سمندر له لارې غواړي دغه هیواد ته د ننه شي، د نایورو او کیني پوځي مرکز ته استوي.
تر اوسه سلګونو ناقانونه کډوالو استرالیا ته د رسیدو په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
استرالیا وايي، له ناقانونه کډوالو سره د دې هیواد سیاست او چلند د وګړو د ژوند د خونديتوب لپاره تر سره کیږي.








