وينزويلا د وېښتو له غلو سره مبارزه کوي

د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو له پولیسو غوښتي، د غلو هغه ډلې ونیسي، چې د مېرمنو د سرونو وېښتان غلا کوي.
ښاغلي مادورو ويلي چې د 'سر د وېښتو پټولو مافيا' د زغم وړ نه ده.
غله دغه وېښتان ظاهرآ په ونزويلا او د سيمې په نورو هېوادونو کې په سینګارتونونو پلوري، چې هلته بیا د سینګار او جعلي سرونو په جوړولو کې ورنه ګټه اخیستل کېږي.
د ځایی رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې دغه غیر عادي غلا کله نا کله په کوڅو او واټونو کې د ټوپک په زور تر سره کېږي.
ویل کېږي، چې د هېواد د دویم لوی ښار ماراکایبو په شمول دغه ډول غلا په دغه هېواد کې په ډېرېدو ده.
په وروستيو مياشتو کې په ونزويلا په ځانګړي ډول د ماراکايبو په ساحلي ښار کې افراد او وسله والې ډلې ښځې په واټونو او مارکېټونو کې دروي او د توپک په زور يې وېښته ترې پرې کوي.
وېښته ۵۰۰ ډالره
غله اکثره په قچيګانو سمبال وي، خو په ځينو پېښو کې غله د قيچي پر ځای له چاقو کار اخلي، چې د قربانيانو د سر پوستکي ته هم زيان رسېږي.
ولسمشر مادورو په سخته لهجه د دې غلو پر ضد خبرې کړي او دغه ډلې یې د ده په خبره هغه مافیا بللې، چې د نجونو د سرونو وېښته پرې کوي.
د هغه په وینا د وینزویلا پولیس او کورنیو چارو وزارت به د وېښتانو د غلو پر ضد مبارزه وکړي او خلک به له دغه جنجال نه وژغوري.
د يوې ښځې د سر ويښته ځينې وختونه تر ۵۰۰ ډالرو هم پلورل شوي او په دې ترتيب د ويښتو غلا اوس دغلته په يوه ښه عايد لرونکي کاروبار بدله شوې ده.








