
یوه ورځ وروسته سنجي ددت پرې لګیدلي تورونه ومنل خو وروسته بیا منکر شو.
د هندوستان سترې محکمې په یوې پریکړې کې ویلي چې په ۱۹۹۳ کال کې د ممبۍ په بمي بریدونو کې د لاس لرلو له امله وتلی فلمي ستوری سنجي دت به پنځه کاله په بند کې تېروي.
سنجي دت ته په ممبي کې د چادونو د دوسیې له امله د شپږو کالو جزا ورکړل شوې وه خو هغه په ۲۰۰۷ کال کې په ضمانت خوشي شو.
د ۱۹۹۳ کال د مارچ د میاشتې په ۱۲ په ممبي کې ۱۲ چاودنې وشوې چې ګڼ کسان یې ووژل او سلګونه نور یې ټپیان کړل.
د همدې کال د اپریل په ۱۹ نیټه پولیسو سنجي ددت له مراشیس څخه د ستنیدو پرمهال په هوايي ډګر کې ونیوه.
پر هغه تور و چې د هغه له کوره ترلاسه شوی کلاشینکوف په ممبۍ کې له چادونو د مخه قاچاق شوی و.
یوه ورځ وروسته سنجي ددت پرې لګیدلي تورونه ومنل خو وروسته بیا منکر شو.
د ۱۹۹۳ کال د مۍ په میاشت کې سنجي دت په ضمانت خوشی شو، خو د جولای په میاشت کې بیا د پولیسو له خوا ونیول شو او په دې توګه یې ۱۶ میاشتې په بند کې تېرې کړې.
اوس دا دی سترې محکمې پرېکړه کړې چې پنځه کاله به بیا په بند کې تېروي.












