اسراییلي الوتکو سوریه کې بمباري کړې

د خپريدو وخت: 06:27 گرینویچ - پنجشنبه 31 جنوري 2013 - 12 سلواغه 1391

د سوریې پوځ هغه رپوټونه رد کړل، چې ګواکې اسراییلي الوتکو لبنان ته د وسلو لېږدونکی کتار په نښه کړی.

د سوریې پوځ منلې، چې اسراییلي الوتکې د دغه هېواد خاورې ته ننوتې او پلازمېنې دمشق ته نژدې یې پر یوه څېړنیز پوځي مرکز بمباري کړې.

په هغه بیانیه کې، چې د سوري پوځ لخوا خپره شوې، راغلي، چې د اسراییلي الوتکو د بمبارۍ هدف د پلازمېنې په شمال لوېدیځ کې شته څېړنیز مرکز و.

د سوریې پوځ هغه رپوټونه رد کړل، چې ګواکې اسراییلي الوتکو لبنان ته د وسلو لېږدونکی کتار په نښه کړی.

په بیانیه کې دغه راز ویل شوي، چې د برید له امله دوه کسان وژل شوي او پنځه ټپیان دي.

بل لور ته د لبنان امنیتي سرچینې، لوېدیځوال دیپلوماتان او سوري یاغیان وايي برید پر هغه اکمالاتي کتار شوی، چې لبنان ته یي وسله لېږدوله.

دغه برید داسې مهال کېږي، چې اسراییلو بیا بیا ویلي، احتمال شته، چې سوري توغندي او کیمیاوي وسلې د لبنان د حزب الله لاسونو ته ورسېږي.

د بي بي سي د منځني ختیځ خبریال وايي د دې رپوټونو تایید نه دی شوی، خو یو شمېر دیپلوماتان وايي سوریه کې د شته بحران له امله د اسراییلو برید حیرانونکی نه دی.

د برید د تایید په اړه امریکا او اسراییلو له څه ویلو ډډه کړې.

د لبنان پوځ او امنیتي ځواکونو په رسمي توګه د برید په اړه څه نه دي ویلي، خو د دوی په وینا پر دغه هېواد د اسراییلي الوتکو پروازونه ډېر شوي دي.

د سوري پوځ په بیانیه کې ویل شوي، د اسراییلو الوتکې د چهارشنبې په ورځ د سوریې خاورې ته ننوتې او څېړنیز پوځي مرکز یي په نښه کړ. دغه مرکز د سوریې د دفاعي وړتیا زیاتولو لپاره کار کاوه.

بیاینه کې دا هم ویل شوي، چې د سوري حکومت ضد فعالانو څو ځلې پر بمبارشوي مرکز بریدونه کړي، خو ناکام شوي دي.

"دا برید داسې مهال تر سره کېږي، چې یوه اوونۍ مخکې اسراییلو (ایرن ډووم) نومي دفاعي سسټم د دغه هېواد په شمال کې نصب کړی."

د شنونکو په وینا په سوري خاوره کې دننه د اسراییلو هوايي برید برید په یوه لویه مساله اوښتی شي، ایران له مخکې ویلي، چې پر سوریه د اسراییلو برید به پر ایران د برید په معانا وي.

دا برید داسې مهال تر سره کېږي، چې یوه اونۍ مخکې اسراییلو (ایرن ډووم) نومي دفاعي سسټم د دغه هېواد په شمال کې نصب کړی.

د چاروشنونکي د اسراییلو له قوله وايي چې سوریې (ایس ای ۱۷) نومي روسي توغندي تر لاسه کړي دي. دغه توغندي ۲۰۰۷ کال کې هغه مهال تر لاسه شوي، چې اسراییلو په یوه برید کې د سوریې اتومي ریکټر ویجاړ کړ.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>