
(فوریس) مجلې شاه رخ خان د بالیووډ د ډېرو شتمنو کسانو په کتار کې شمېرلی.
رپوټونو کې ویل شوي، چې د هندي سینما وتلي لوبغاړي شاه رخ خان د اکتوبر ۲۰۱۱ او سپتمبر ۲۰۱۲ تر منځ ۲۰۲ ملیارده هندي روپۍ کټلې دي.
(فوریس) مجلې نوموړی د بالیووډ د ډېرو شتمنو کسانو په کتار کې شمېرلی.
په یاد نوملړ کې کې د ۱۰۰ کسانو نومونه راغلي، چې د سلمان خان نوم په کې دویم مقام لري.
اکشې کومار، امیتاب بچن، کرینه کپور او کترینه کیف هم د دې سلو کسانو په نوملړ کې شامل دي.
انوشکا شرما تر ټولو ښایسته
بل لور ته هند کې یوې وتلې فېشن مجلې یوه سروې تر سره کړې، چې له مخې یې د بالیووډ په فلمي لوبغاړو کې انوشکا شرما تر ټولو ښایسته بلل شوې.
سروې کې د مجلې لوستونکو خپلې رایې کارولې او انوشکا ته تر ټولو ډېرې رایې ورکړل شوې.

سروې کې د مجلې لوستونکو خپلې رایې کارولې او انوشکا ته تر ټولو ډېرې رایې ورکړل شوې.
انوشکا شرما د سروې د پایلو په اړه خوښې څرګنده کړه. د هغې په خبره داسې لومړی ځل شوي، چې په دغه ډول یوه سیالۍ کې یې بریالیتوب په برخه شوی. هغې وویل، چې د دې له نظره کرینه کپور او قطرینه کیف د بالي ووډ تر ټولو ښایسته فلمي لوبغاړې دي.
د جان ابراهم واده
جان ابراهم، چې د خپل خاموش خوی(پټ خولۍ) له امله مشهور دی، له بي بي سي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې کله واده وکړي، نو هم به ډېر خلک خبر نه کړي.
د نوموړي په خبره ( کله چې واده وکړم، نو په پټه خوله به یې وکړم، ډېر به خوشحال یم او د خپلې پرېکړې درناوی به وکړم، خو په دې اړه به اعلان و نه کړم، که بیا هم را نه څوک په دې اړه وپوښتي، نو خپله پرېکړه به پټه نه کړم.)
جان ابراهم د روانې اوونۍ په اوږدو کې نندارې ته په وړاندې کېدونکي فلم (ریس- ټو) کې مهم رول لوبولی.












