الجزاير وايي د يرغمل پېښه کې ۳۷ بهرنيان وژل شوي

د خپريدو وخت: 21:20 گرینویچ - دوشنبه 21 جنوري 2013 - 02 سلواغه 1391
د الجزاير لومړی وزير

د الجزاير لومړی وزير د يرغمل کړکېچ په اړه پر ټلوزيون وينا کوله

د الجزاير لومړي وزير ويلي د دغه هېواد غازو بټۍ د يرغمل پېښه کې د ۸ هېوادونو ۳۷ تنه بهرنيان او يو تن الجزايری وژل شوي دي.

لومړي وزير عبد المالک سلال وويل ۲۹ تنه اورپکي چې د عين اميناس بېديايي ښارګوټي سره نژدې يې د غازو پر دغې فابريکي يرغل کړی وژل شوي، او دری تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

ده وويل په اورپکيو کې ۱۱ تنه تونسيان وو، دوه يې کاناډايان او پاتې د نورو ځايونو وو.

د غازو بټۍ يرغمل څلور ورځنی کړکېچ د شنبې/خالي په ورځ (د جنورۍ پر ۱۹ مه) هغه مهال پای ته ورسېد چې الجزايري ځواکونه دغه ځای ته ورننوتل.

پنځه تنه يرغمل لا تر اوسه ورک دي.

جاپان د دوشنبې/ګل پر ورځ وويل ۷ تنه تبعه يې وژل شوي، او دری نور يې لا تر اوسه ورک دي.

امريکايي چارواکيو د دې پخلی کړی چې د وژل شويو ترمنځ دری تنه امريکايان وو، اووه نور يې ژوندي پاتې شوي دي.

د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون وويل په پېښه کې دری تنه بريتانويان وژل شوي، او دری نور لا ورک دي، چې ګومان دی وژل شوي وي.

ده وويل د يرغمل کړکېچ دا په ګوته کوي چې "له هوښيار سياسي غبرګون سره بايد ځواکمن امنيتي ګام پورته شي."

په هغو بهرنيانو کې چې وژل شوي يا ورک دي د فرانسې، ناروې، ماليزيا، فليپين او رومانيا کارکوونکي هم شامل دي.

د بريد موخه

د غاز دغه بټۍ د الجزاير ختيځ کې د عين اميناس ښارګوټي سره نژدې ده

د الجزاير لومړي وزير عبد المالک سلال د يرغمل نيونې پر ځای بريد په اړه د الجزاير ځانګړيو ځواکونو پرېکړې ستاينه وکړه، او زياته يې کړه چې د يرغمل نيوونکيو موخه "د غازو بټۍ الوزول وو."

ده ټينګار وکړ "ترهګرو چې ځينې يرغمل وژلي پر سرونو يې ويشتلي دي."

د الجزاير لومړی وزير وويل يرغل نيوونکي يې هېواد ته د مالي له شمال وراوښتي، چې د الجزاير، مصر، تونس، مالي، نيجر، کاناډا او موريتانيا تبعه وو.

بریدګرو ويلي وو، دوی د روانې جنورۍ لومړيو کې په مالي کې د اورپکيو پر ضد د فرانسې مداخلې په غچ کې يرغمل نيولي وو.

د الجزاير پوليس وايي د يرغمل نيونې دغه پېښه د مختار بلمختار له لوري تنظيم شوې وه.

دی په اصل الجزايری دی چې په تېره موده کې په اسلامي المغرب کې د القاعدې له ډلې سره وران شوی، اوس د افريقا شمال لوېديځه بېديا او سمندرغاړي سيمه کې فعال دی.

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>