
ډاکټر عافیې صدیقي ته د یوه امریکايي پوځي د وژلو د هڅې کولو په تور په ۲۰۱۰ کال کې سزا ورکړله شوه.
الجزایر کې سخت دریځو د (ان امیناس) د ګازو په کار ځای کې د یرغمل شویو امریکایانو د خوشي کولو په بدل کې د پاکستان الاصله ډاکټر عافیه صدیقي او مصر الاصله شیخ عمر عبدالرحمن د خوشي کېدو غوښتنه کړې.
د موریتانیا خبري اژانس اي این ای ته په رسېدلو پیغامونو کې د مختار بلمختار ډلې له لوري ویل شوي، چې دوی به یرغمل شوي امریکایان د امریکا په زندانونو کې د (مهمو) بندیانو په بدل کې خوشي کړي.
د القاعده اړوند سخت دریځو د چهار شنبې په ورځ د طبیعي ګازو په یاد کار ځای قبضه وکړه، چې تر اوسه دوام لري.
سخت دریځه ډله امریکا کې د شته بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه کوي.
ډاکټر عافیې صدیقي ته د یوه امریکايي پوځي د وژلو د هڅې کولو په تور په ۲۰۱۰ کال کې سزا ورکړله شوه او شیخ عمر عبدالرحمن ته په ۱۹۹۳ کال په نیویارک کې د بمي بریدونو د جرم په بدل کې سزا ورکړل شوې.
شیخ عمر عبدالرحمن د امریکا متحدو ایالتونو د "ترهګرۍ" په تور په عمري بند محکوم کړی دی.
د متحده ایالاتو حکومت د سخت دریځو غوښتنه رد کړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وکټوریا نولانډ ویلي:
"امریکا له ترهګرو سره مذاکرات نه کوي."
الجزایري چارواکي وايي مختار بلمختار د سخت دریځو مشري کوي، چې تر پروسږ کاله د مالي د سخت دریځي سازمان (اي کیو ای ایم) قومندان و.
د موریتانیا خبري اژانس (این ای) مختار بلمختار ته د نژدې سرچینو له قوله ویلي، چې سخت دریځي غواړي فرانسه په مالي کې پوځي عملیات ودروي.
خطرناک او ستونزمن
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه حالت ( سخت ستونزمن او خطرناک) بللی.
د برتانیا لومړي وزیر ډېوډ کامرون د خپل هېواد پارلمان ته وویل، چې د الجزایر لومړي وزیر ورته ویلي، چې هڅه کوي د یرغمل نیوونکو له ولکې ټول یرغمل شوي راخوشي کړي.
"د موریتانیا خبري اژانس (این ای) مختار بالمختار ته د نژدې سرچینو له قوله ویلي، چې سخت دریځي غواړي فرانسه په مالي کې پوځي عملیات ودروي."
بل لور ته د الجزایر دولتي خبري آژانس وايي اوس څرګنده شوې، چې ۱۲ برمته شوي بهرنيان او الجزایريان د ګازو په هغه کارځای کې وژل شوي چې د چهارشنبې په ورځ پرې اورپکو برید وکړ او یو شمېر کسان یې په کې برمته کړل.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وايي یو وژل شوی کس فرانسوی دی.
له الجزایره یو ورکړل شوی رپوټ وايي که څه هم ۱۰۰ تنه بهرنیان ژغورل شوي، خو اوس هم د ۳۰ په شاخوا کې بهرنیان بې درکه دي.
ځینو هېوادو پر الجزایر نیوکې کړې، چې ولې یې د دوی له خوښې پرته خپلو پوځیانو ته امر کړی چې پر یرغمل کوونکو برید وکړي. خو د الجزایر د مخابراتو وزیر محمد السعید وايي دوی اړ وو، چې د یرغمل شویو کسانو د ژغورنې لپاره سم لاسي اقدام وکړي.
په یوه رپوټ کې راغلي چې د بیلا بیلو هېوادونو لسګونو اورپکو د ګازو پر دغه کارځای، چې په څو کیلومتره سیمه کې پروت دی، په برید کې ونډه درلوده. دغه ځای کې د الجزایر پوځي عملیات لاهم روان دي.












