
د الجزاير ختيځ کې له تېرې پنجشنبې/زيارت راهيسې د يرغمل نيونې دغه پېښه روانه وه
د الجزاير ځواکونو د دغه هېواد ختيځ صحرا کې د غازو پر بټۍ وروستۍ چاپه کې ۱۱ تنه يرغمل نيوونکي وژلي دي.
د الجزاير دولتي خبري اېجنسۍ ويلي ۷ تنه يرغمل په داسې حال کې چې ځواکونو يې د ازادولو هڅه کوله د خپل نيوونکيو له لوري په بيړنۍ توګه وژل شوي دي.
د وژل شويو يرغملو تابعيت لا تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
اورپکي له تېرې پنجشنبې/زيارت راهيسې د يرغمل نيونې دغه پېښه کې ښکېل وو، چې هڅه يې کوله له ليبيا سره پولې ته نژدې د الجزاير غازو پر دغه لرې پروت ځای ولکه ټينګه کړي.
له دې وړاندې د موريتانيا خبري اېجنسۍ راپور ورکړی و، يوه تښتوونکي د غازو بټۍ په يوه کونج کې ۷ تنه نيولي وو، او ګوتڅنډنه يې کړې وه که يې د خوشي کولو کومه هڅه وشوه، د غازو بټۍ ودانۍ به والوځوي.
په نړيواله کچه له الجزاير غوښتنې کېدې چې د يرغمل شويو خونديتوب ډاډمن کړي.
فرانسې او امريکا دواړو د دې پخلی کړی چې د دوی يو يو وګړی وژل شوي دي.
د الجزاير دولتي خبري اېجنسۍ ويلي له هغه راهيسې چې د ژغورنې هڅې پيل شوې ۱۲ تنه الجزايري او بهرني کارکوونکي وژل شوي دي.
لا تر اوسه د ۳۰ تنه بهرنيانو برخليک نه دی معلوم شوی، چې څه کم لس تنه يې بريتانويان دي.
اورپکيو په خپله له چاپې مخکې ويلي وو، چې ۷ تنه يرغمل ورسره دي.
له هغه لږ مخکې چې د وروستۍ چاپې راپورونه رابرسېره شول، د يرغمل نيونکيو مشر، عبد الرحمن النيجري وويل حکومت بايد له دوو يوه لاره غوره کړي يا دې له تښتوونکيو سره خبرې وکړي، او يا دې د ير غمل شويو مرګ ته په تمه شي.
د "ان اميناس" غازو ايستلو بټۍ د "ان اميناس" ښارګوټي جنوب لوېديځ ۴۰ کيلومترۍ په ټيګتنټورين سيمه کې پرته ده، چې له پلازمېنې الجزيرې نه ۱۳۰۰ کيلومتره واټن لري.
دغه بټۍ د بي پي (برېټېش پېټروليم)، د ناروې سټاټ اويل او د الجزاير د تېلو دولتي شرکت له لوري په ګډه چلول کېږي.












