
د ډله ییز جنسي تېري دغه پېښه د هند په شمال لوېدیځ ایالت پنجاب کې رامنځ ته شوې ده.
هند کې پولیس وايي د ډله ییز جنسي تېري د یوې پېښې په لړ کې یې شپږ کسان نیولي دي.
په نیول شویو کسانو تور دی، چې پر یوې مېرمنې یې ډله ییز جنسي تېری کړی.
د ډله ییز جنسي تېري دغه پېښه د هند په شمال لوېدیځ ایالت پنجاب کې رامنځ ته شوې ده.
پولیس وايي د اووم کس د نیولو لپاره هڅه کوي، چې ادعا کېږي پر مېرمنې د تېري کوونکو په ډله کې شامل و.
له دې مخکې د هند په پلازمېنه ډیلي کې د جنسي تېري یوه ورته پېښه رامنځ ته شوه، چې له امله یې په پراخه کچه ولسي غوسه راوپارېده.
هغه پېښه کې ډیلي کې پر یوې ۲۳ کلنې مېرمنې ډله ییز جنسي تېری شوی و، چې د ۵ کسه عاملینو محاکمه یې روانه ده.
که په دغو کسانو لګېدلي تورونه ثابت شي، نو ډېر احتمال شته، چې د مرګ په سزا به محکوم شي.
د ډیلي پېښې د شپږم تورن کس په اړه ویل کېږي، چې ۱۷ کلن دی او که ثابته شي چې له ۱۸ کلنۍ یې عمر لږ دی، نو د نوموړي محاکمه به د ماشومانو په محکمه کې تر سره شي.
"د بس په ډرېور او کلنیر تور دی، چې هغه یې د خپل کلي په تم ځای کې د کوزولو پر ځای امرتسر ښار ته نژدې یوه کنډواله ځای ته رسولې وه."
د ځايي پولیسو په وینا هغه مېرمن چې پرې جنسي تېری شوی، ۲۹ کلنه ده او د جمعې په شپه خپل کلي ته د تلو لپاره یوه بس ګاډي ته ختلې وه، چې پرې ډله ییز جنسي تېری وشو.
ویل کېږي، چې له ډرېور او کلینر سره پنځه کسان نور هم ملګري شول او په دغې مېرمنې یې ډله ییز جنسي تېری وکړ.
له هغه وروسته یاده مېرمن خپل کلي ته څېرمه له ګاډي کوزه کړل شوه او هغې خپلو خپلوانو ته د پېښې په اړه خبر ورکړ. تر اوسه د پېښې د قرباني د روغتیايي حالت په اړه څه نه دي ویل شوي.












