
هند کې ډېری خلک تورنو ته د اعدام سزا غوښتونکي دي
د دویم ځل لپاره د هند پلازمېنه ډهلي کې د يوې ٢٣ كلنې نجلۍ پر جنسي تېري او وژنې تورن كسان محكمې ته حاضر شول.
د محكمې شاه وخوا امنيتي ځواكونو خورا ټينګ تدابير نيولي وو.
د ډسمبر په ۱۶ نېټه دغه ۲۳ کلنه نجلۍ په یوه ګاډي کې د ډله ییز جنسي تېري ښکار شوه چې د سنګاپور په روغتون کې یې څاه ورکړه.
دغې پېښې ټول هند ولړزولو او په هېواد كې يې د ښځو پر وړاندې د چلند په اړه بحثونه راپورته كړى دي.
د درېیو تورنو وكيل، منوهر لال شرما محكمې ته وويل چې په تښتونې، جنسې تېرې او وژنې تور کسان د چارواكو لخوا وهل ټکول شوي دي نو همدا وجه ده چې دوی دغه جرم منلی دی.
د مكيش سينګ ، اكشى سينګ او رام سينګ وكيل وويل يو له دغو كسانو نه لس ورځې ځورول شوى دى.
وکیل زیاته کړه چې د دغه ٢٢ كلن هلك حالت دومره خراب دى چې حتا خبرې هم نه شې كولاى. دی وايي چې د خلكو د قهر د قابو كولو لپاره په شواهدو كې هم لاسوهنه شوې ده.
د ډهلي پوليسو وياند راجن باګهت قانونې بندیزونو ته په پام سره، په دې اړه څرګندونو څخه ډه ډه وکړه.
بل خوا سونيل كوپتا چې دهغي زندان وياند دى چې دغه تورن كسان په كې ساتل كېږي وويل ټول تورن كسان د زندان په جلا جلا برخو کې ساتل كېږي او امنيت يې ښه خوندي دى.
دا لا څرګنده نه ده چې د پاتي دوو نورو كسانو، پوان ګوپتا او وينى شرما وكالت به څوك كوي او ايا جرم به ومنې كه څنګه؟
شپږم تورن كس، كه ثابته شوه چې ١٧ كلن دى نو په یوه جلا محكمه كې به حاضرېږي.
چارواكې وايې د تورونو كسانو پر خلاف پوره شواهد لري.
هند کې ډېری خلک دوی ته د اعدام سزا غوښتونکي دي او ځینې کارپوهان هم وايي كه پر دوی دغه تورونه ثابت شول نو ښکاري چې د مرګ سزا وركړل شي.












