
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له بي بي سي سره په مرکه کې وویل د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې په خاطر مو څو تنه طالبان خوشي کړل
با ثباته افغانستان په پاکستان کې د امنیت ضمانت دی ځکه نو موږ تل د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته کړې او په وروستیو کې مو هم څو تنه طالبان خوشي کړل.
دغه خبره د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک په ډیلي کې د بي بي سي له هندي څانګې سره په خبرو کې وکړه.
ښاغلي ملک وویل نړۍ باید پوهه شي چې پاکستان د هغې جګړې ښکار دی چې له شمالي او سویلي وزیرستان نه پیل شوې ده.
د هغه په ژبه داسي ورځ به نه وي چې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د پاکستان حکومت د ترهګرۍ پرضد اقدام ونه کړي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک وویل له لویدیځ سره د پاکستان ملګرتیا پاکستان ته نه یوازې ګرانه پروتې بلکې په یوې ستونزې بدله شوې.
د ښاغلي ملک په وینا همدا اوس هم په پاکستان کې د بیلا بیلو هیوادونو بهرني اورپکي شته او په ګډه د پاکستان پرضد جنګېږي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک چې هندوستان ته یې د خپل درې ورځني کم ساري سفر په پائ کې له بي بي سي سره خبرې کولې وویل له موږ سره اوس هم یو شمېر افغانان د ویزو د نه لرلو او ځینو نورو جرمونو له امله په بند کې دي خو موږ هرکله دغه ډول بندیان په خوشحالۍ خوشي کړي او نور به هم خوشي کړو.












