
ولسمشر بارک اوباما وايي د تېرې جمعې د ورځې په څېر غمیزو د پائ ته رسولو په خاطر امریکا باید بدله شي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ژمنه کړې چې خپل ټول وس به وکړي چې په کونېکټيکټ ایالت کې د تېرې جمعې د ورځې په څېر پېښه چې یوه وسله وال په کې ماشومان ووژل، بیا تکرار نه شي.
ولسمشر اوباما د کونېکټيکټ ایالت په نیوټاون ښار کې د وینا پرمهال وویل، د تېرې جمعې د ورځې په څېر غمیزو د پای ته رسولو په خاطر امریکا باید بدله شي.
ولسمشر بارک اوباما دغه څرګندونې هغو خلکو ته کولې، چې په نیوټاون کې د هغو ۲۰ ماشومانو او شپږو لویانو ویر ته ټول شوي وو چې د یوه ۲۰ کلن وسله وال له خوا په ډزو ووژل شول.
د امریکا ولسمشر په خپل هېواد کې د وسلو د لرلو په قانون کې بدلون ته په اشارې زیاته کړه چې د جمعې د ورځې د غمیزې په شان د نورو پېښو د مخنیوي لپاره به تر خپله وسه هلې ځلې وکړي.
هغه وویل دغه ډول بله غمیزه نه شو زغملای.
دې ډول پیښو ته باید د پای ټکی کېښودل شي او د دې لپاره باید موږ په امریکا کې بدلون رامنځ ته کړو.
ولسمشر اوباما ویر کوونکو ته وویل تاسو په دې غم کې یوازې نه یاست، بلکې د هېواد ټولو خلکو په دې غم کې اوښکې تویې کړې دي.
د پېښې قربانیان
ټول وژل شوي ماشومان د شپږو او اوو کلونو ترمنځ عمرونه لري.
اته یې هلکان او شپږ نور یې نجونې دي.
دغه راز ټول وژل شوي لویان ښځې دي.
په پام کې ده چې د جمعې د ورځې د پېښې د قربانیانو له ډلې د لومړي کس د جنازې مراسم نن دوشنبه ترسره شي.
ټول وژل شوي ماشومان او لویان څو څو ځلې د وسله وال اډم لینزا له خوا په ډزو ویشتل شوي دي.
اډم لینزا مخکې له هغه چې د سنډي هوک په نامه لومړني ښوونځي ته ولاړ شي، خپله مور چې په همدې ښوونځي کې ښوونکې وه، وژلې وه.












