د سي اى اې مشر ډېوېډ پيترياس له دندې لاس په سر شو

د خپريدو وخت: 20:53 گرینویچ - جمعه 09 نومبر 2012 - 19 لړم 1391

ښاغلى پيترياس تېر کال د سي اى اې مشر وټاکل شو.

د امريکا د مرکزي څارگرې ټولنې مشر ډېوېډ پيترياس او د ولسمشر اوباما ادارې ويلي دي چې د سي اى اې ريس له خپلې دندې استعفى ورکړې ده.

په يوۀ ليکلي متن کې ښاغلي پيترياس ولسمشر اوباما ته خپله استعفى وړاندې کړې او په کې يې ويلي دي چې " ښه قضاوت يې " نه دى کړى.

دۀ ويلي چې د يوې مهمې ادارې د مشر په توگه دغه ډول عمل د منلو وړ نه دى.

ښاغلى پيترياس تېر کال د سي اى اې مشر وټاکل شو.

تر هغه وړاندې ډېوېډ پيترياس په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو مشر و.

په يوۀ ليکلي بيان کې ښاغلي پيترياس ويلي: " له ٣٧ کلن ودني ژوند وروسته دغه ډول عمل د زغملو وړ نه دى. ما له ودني ژوند دباندې د جنسي اړيکو په ساتلو سم قضاوت نه دى کړى. دغه ډول قضاوت د يوۀ مېړۀ او د سي اى اې په څېر د يوې ادارې د مشر لپاره د منلو نه دى."

ډېوېډ پيترياس زياته کړې چې دۀ د جمعې په ورځ ( د نومبر/ نهمه) ولسمشر اوباما ته خپله استعفى وړاندې کړې او هغه منلې ده.

سملاسي به د امريکا د مرکزي څارگرې ادارې د سرپرست مشر په توگه د ښاغلي پيترياس مرستيال مايکل موريل کار پر مخ بيايي.

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>