
نور عنایت خان د خپل صوفي پلار په همکارۍ مشهوره او لوستې شوه.
په هندوستان کې د انګریزانو پرضد د يوۀ مشهور مشر، ټيپو سلطان، کړوسۍ د مجسمې مخ کتنه په لندن کې ترسره شوه.
د نور عنايت خان مجسمه برتانیا ته د هغې د خدمتونو په درناوي کې جوړه شوې چې په دويمې نړيوالې جگړې کې يې برتانیا ته د جرمني نازيانو پرضد جاسوسۍ کولو سره ترسره کړي دي.
د برتانیا شهزاده فلپس د لندن په مشهور گورډن څلور لارې کې ددې مجسمې مخ کتنه وکړه.
نور عنايت خان په دويمې نړيوالې جگړې کې ډېره زړورتيا ښودلې وه.
د نوموړې د ژوند ليک ليکونکېيا بيوگرافر شرباني باسو هغه د "جاسوسې شهرازدگۍ "په نوم ياده کړې ده.
د ټيپو سلطان کړوسۍ په روسه کې زېږېدلې، په فرانسې او لندن کې ستره شوې ده.
د نوموړې مور امريکايي وه.
هغه په فرانسوي او انگليسي ژبو پوهېدله او په ١٩٤٢ کال کې د برتانیا ځانگړو ځواکونو د جاسوسۍ لپاره مقرره کړې وه، او د دوېمې نړيوالې جگړې پر مهال برتانويانو د فرانسې هغه سيمې ته لېږلې وه چې د دنازي جرمن د ځواکونو په کنټرول کې وه.
نور عنايت خان له ليکنې او موسيقۍ سره ډېره مينه درلوده، او د کوچنيانو لپاره يې کیسې هم ليکلې دي.

د نور عنایت خان برونزي مجسمه د لندن ګورډن څلور لارې پر هغه ځمکه ودرول شوه، چې د لندن پوهنتون ملکیت دی.
د نور غور نېکه ټيپو سلطان په ١٨ ميلادي پېړۍ کې د هندوستان د مېسور حکمران و او د انگریزانو پر ضد راپورته شوى وو ، انگريزانو په وړاندې سر ټيټولو نه يې ډډه کړې وه او په ١٧٩٩ کال انگريزانو سره جگړې کې وژل شوى و.
نور عنايت خان د نازيانو سيمې ته له لېږل کېدو وروسته تر درو مياشتو پورې کار وکړ خو وروسته ونيول شوه، د شکنجې په تعقيب د جرمني پوځيانو له خوا په مرمۍ ويشتلو سره ووژل شوه.
د نوموړې په اړه ويل کېږي چې کله پرې جرمنيانو ټوپک راوگرځاوه، ويل يې چې "لبرټي" يعنې خپلواکي.












