
بارک اوباما د امریکا یو له هغو په ګوتو شمېر ولسمشرانو دی، چې د بې کارۍ د کچې د لوړېدا سربېره، ددویم ځل لپاره سپینې ماڼۍ ته لاره مومي.
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر بارک اوباما په شیکاګو ښار کې خپلو پلویانو ته د وینا پرمهال وویل چې د امریکا لپاره "غوره راتلونکی" راروان دی.
نوموړی د دویم ځل لپاره د امریکا د ولسمشر په توګه واشنګټن ښار ته له خپلې کورنۍ سره ستون شوی دی.
د هغه د ټاکنیزو ډېرې هڅې له شیکاګو ښار څخه سمبالېدې.
بارک اوباما داسې مهال واشنګټن ته ستون شوی، چې امریکايي سیاسي څارونکي په دې اند دي، چې اوباما به د دویم پړاو ولسمشرۍ پرمهال له ډېرو ننګونو سره مخامخ شي.
تر ټولو لویې ننګونې، د امریکا پور، د مالیو ډېرول او د لګښتونو کمول په ګوته شوي دي.
جمهوریت غوښتونکي غواړي چې یوځل بیا د خپل ګوند د اکثریت په بریالي کېدو سره په کانګرس کې خپل استازیتوب وساتي.
د امریکا مشرانو جرګه هم د دیموکراتانو په کنټرول کې پاتې ده.
د امریکا د مشرانو او ولسي جرګو غړي په تېر کې له یو بل سره ګڼې اختلافات لرل، چې اصلي دلیل د بارک اوباما د لومړۍ دورې پرمهال سیاسي مخالفتونه ښيي.
خو واشنګټن ته د اوباما له ستنېدا وړاندې، د ولسي جرګې ویاند، چې د جمهوریت غوښتونکو له ډلې دی، ویلي چې دواړه ګوندونه به په راتلونکي کې د ستونزو په حل کې سره یو موټی شي.
هغه وویل، که چېرې دغه موضوع ثابته شي، ښاغلی اوباما به هم له جمهوریت غوښتونکو سره د مالي بدلونونو په سیستم کې د بدلون راوستلو په چاره کې همکاري وکړي.
بارک اوباما د امریکا یو له هغو په ګوتو شمېر ولسمشرانو دی، چې د بې کارۍ د کچې د لوړېدا سربېره، ددویم ځل لپاره سپینې ماڼۍ ته لاره مومي.
لومړنۍ شمېرې ښيي، چې د سږکال په ولسمشریزو ټاکنو کې د امریکایانو د ګډون کچه د څلورو کالو مخکې ګډون پرتله ټیټه وه.
سږ کال نژدې ۱۱۷ میلیون امریکایانو په ټاکنو کې ګډون کړی و.
دغه شمېره څلور کاله مخکې د ولسمشریزو ټاکنو پرمهال ۱۳۱ میلیون ته رسېدلې وه.












