د ټایوان زړو روغتون کې اور ۱۲ کسان ووژل

د خپريدو وخت: 07:13 گرینویچ - سه شنبه 23 اکتوبر 2012 - 02 لړم 1391
تایوان

د اور لګېدو د لامل معلومولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.

د تايوان چارواکي وايي يوا اور لګېدنه کې ۱۲کسان وژل شوي او ۷۲ نور ټپيان شوي دي.

دغه اورګېدنه د تايوان جنوبي ښار تاينان کې د زړو لپاره يو رغتون کې شوې ده.

اور د سهار په لومړيو وختونو د روغتون په دغه ۴ پوړيزه ودانۍ لګېدلی، چې تر ډېره په کې پر بسترو پرتو ناروغانو ته پاملرنه کېږي.

د اورلګېدنې لامل لا تر اوسه پلټنې لاندې دی، او خو باور دی چې دا به پر دغه ټاپو تر ټولو خطرناکه پېښه وي.

اور د نرسانو د اوسېدو له خونې د زړو کسانو د اوسېدو ځای ته رسېدلی چې تر ډېره په کې د تاینان ښار عمر خوړلي کسان ویدېدل.

د روغتون چارواکي او ډاکټران وايي، زیاتره کسان د لوګیو له لاسه وژل شوي.

ټپیان او ژوبل وي کسان په نورو روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

د دغه اور لګېدنې –چې دویم پوړ ته هم ختلی دی- لامل تر اوسه لا نه دی څرګند شوی.

د اور وژونکې ادارې چارواکو ویلي، داسې ښکاري چې لومړۍ لمبې د زېرمتون له وره څخه راوتلې وي.

د نرسانو د اوسېدو په وینګ کې تر ۱۰۰ ډېر ناروغان بستر و، چې زیاترو ته یې مصنوعي تنفسي آلې تړل شوې وې او له خپلو چپرکټونو د لېږېدېدو نه وو.

اور وژونکي تر اور لګېدو ۱۰ دقیقې وروسته سیمې ته رسېدلي، خو د ناروغاتو د شمېر د ډېرښت له کبله یې په سمه توګه ناروغان په چټکه توګه اړوندو ځایونو ته ونه شوای لېږدولی.

د ټایوان له ټایپي ښاره دبي بي سي خبریاله سیندي سوی وايي ځینې ناروغانو خپل مرګ پخپلو سترګو لیده.

خبریالان وايي، د اور دغه پېښه په ټایوان کې د تېرو څو کالو پرمهال یوه له مرګونو پېښو ده.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>