
رام جيت راگهو او شکنتلا د هريانه د تاريخي او لړغوني ښار سوني پت اوسېدونکي دي.
د هند په هريانه ايالت کې تېره اوونۍ د ٩٦ کلن رام جيت راگهو په کور کې لور پيدا شوه. د هغه مېرمن شکنتلا ديوي د ٥٤ کالو ده.
په دې عمر اولاد پيدا کولو سره رام جيت راگهو په نړۍ کې يو نوى ريکارډ ټينگ کړ.
رام جيت راگهو او شکنتلا د هريانه د تاريخي او لړغوني ښار سوني پت اوسېدونکي دي.
دوه کاله وړاندې هم د رام جيت راگهو نوم د رسنيو په سر ليکو کې تر هغه وروسته خپور شو چې د ٩٤ کالو په عمر ېې لور پيدا شوه.
نوموړى وايي د هغه د روغتيا راز په ښو خوړو کې دى او د جنسي اړيکو د پياوړتيا لپاره دارو درمل هم نه کاروي.
راگهو راغونډيو شويو خبريالانو ته وويل گاونډيان ېې له ده تل پوښتنې کوي چې څرنگه په دې عمر کې د اولاد پيدا کولو جوگه دى، په ځواب کې دى ورته وايي چې دا د "خداى رضا ده".
راگهو لس کاله دمخه د شکنتلا سره واده وکړ، تر دې وړاندې جره و، او په خپل ژوند کې يې له بلې ښځې سره جنسي اړيکي نه وې ټينگي کړې.
په ٢٠١٠ م کال کې چې د راگهو لور پيدا شوه نو وکرم جيت نوم ېې پرې کېښود او وروسته ېې د يوې بلې لور د پيداېښت ارمان په زړه کې را وټوکېدى.
راگهو وايي دى او مېرمن شکنتلا دواړه د يوې بلې لور په پېداېښت ډېر خوشحاله دي او پرهغې ېې د رنجيت نوم ايښى دى.















