
دا نوي بندیزونه به د ایران پر را کړه ورکړه، سوداکرۍ، او د غازو په وارداتو پام کوي.
اروپايي اتحاديې د ایران د اتومي پروګرام د ځپلو په موخه پر دغه هېواد نوي بندیزونه لګولي دي.
په ایران کې خلکو د دې میاشت په لومړیو کې له هغه وروسته مظاهرې وکړې چې د هغه هېواد پیسې خپل ۸۰ سله ارزښت له لاسه ورکړ.
دا نوي بندیزونه به د ایران پر را کړه ورکړه، سوداکرۍ، او د غازو په وارداتو پام کوي.
په دې نویو بندیزونو کې له اروپايي بانکونو سره د ایراني هغو تر منځ د پيسو لېږد را لېږد شامل دي.
اروپايي سوداګر به له دې وروسته مجبور وي چې د ایراني توکو د را نیولو لپاره له دولته اجازه واخلي.
اروپايي اتحاديه د ایران د غازو پر وارداتو هم د بندیز غور کوي، دا په داسې وخت کې کيږي چې د دې هېواد پر تېلو بندیز همدا کال د جولای په میاشت کې عملي شو.
اروپايي ټولنه وايي، هیله لري چې دا نوي بندیزونه ایران پر خپل اتومي پروګرام جدي خبرو ته اړ باسي.
د ايران بانکي سيستم بندول به عملآ پر يورو باندې د تهران د بانکي حساب چارې شنډې کړي، دوى به اړ کړي چې يوازې پور پرې کړي او خواړۀ او درمل واخلي.
د امريکا د ماليې د وزارت له خوا دې ته ورته بنديزونو پر ايران باندې په امريکايي ډالرو باندې سود سودا بنده کړې ده.
اوس چې د نړۍ دويمه تر ټولومهمه پيسه پرې ودرېده دا به ايران لا ډېر گوښى او يوازې کړي چې د تېلو پيسې له نړيوال بازاره ترلاسه کړي.
دا به د ايران سوداگري نوره هم فلج کړي.
د ايران د پيسو ريالو د ارزښت رالوېدلو او ورپسې اعتراضونو ښايي اروپايي ټولنه دې ته اړولې وي چې تهران داسې ځاى خوږ کړي چې تر ټولو ډېر خوږېداى شي.
ا












