
جنرال طاهر مسعود په اسلام آباد کې له خپل کوره د وسله والو کسانو له خوا تښتول شوی.
د پاکستان د استخباراتي شبکې ای اېس ای یو لوړ رتبه چارواکی د ناڅرګندو وسله والو له خوا تښتول شوی دی.
جنرال طاهر مسعود په اسلام آباد کې له خپل کوره د وسله والو کسانو له خوا تښتول شوی او د هغه موټر چلوونکی چې هڅه یې کوله د وسله والو مخه ونیسي وژل شوی دی.
یوه چارواکي چې د نوم له ښودولو یې ډډه کړې د بي بي سي اردو څانګې ته ویلي د طاهر مسعود په تښتولو کې اورپکي لاس لري.
دغه چارواکي ویلي جنرال طاهر مسعود له پوځ نه تقاعد شوی و خو له استخباراتي شبکې ای اېس ای سره یې همکاري لرله.
ویل شوي چې جنرال مسعود له ای اېس ای سره هغه مهال هم همکاري لرله چې په پوځ کې یې دنده ترسره کوله.
تر دې وړاندې هم د پاکستاني پوځ او استخباراتو ځینې چارواکي د اورپکو له خوا تښتول شوي خو دا لومړی ځل دی چې د استخباراتي شبکې په دې کچه لوړ پوړی چارواکی تښتول کیږي.
متعاعد جنرال طاهر مسعود په خپلې کارې موده کې هم په پوځ او هم له استخباراتو سره پر لوړو او حساسو څوکیو دندې ترسره کړي دي.
ویل کیږي جنرال طاهر مسعود له استخباراتو سره د اورپکو په هکله په څېړنو کې مرسته کوله.
د هغه خدماتو ته په کتو سره تېر کال له پوځ نه د تقاعد اخیستلو سره سره په استخباراتو کې ورته د خپل کار د دوام اجازه ورکړل شوه.












