
داسلامي نړۍ رابطه سازمان تېره اوونۍ دې ته اشاره وکړه، چې دوی به خپلې هڅې، چې له ډېرې مودې راهسې دوام لري، ګړندۍ کړی، چې د مذهب سپکاوی د یوه بین المللي جرم په توګه وپېژندل شي.
د نړۍ د شپږ پنځوسو اسلامي هېوادونو استازي سازمان (او ای سې) د اسلام په ضد د کرکې څرګندولو د مخنیوي لپاره د قوانینو جوړولو غوښتنه کړې ده، داسې لکه د یهودانو او د هولو کاسټ نه د انکار په اړه چې قوانین موجود دي.
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ نړیوال سازمان او ای سې په استازیتوب د خبرو پر مهال د پاکستان استازي ضمیر اکرم د ملګرو ملتو د بشري حقونو په کونسل کې د وینا پر مهال په امریکا کې جوړ شوی فلم وغانده، چې په کې اسلام ته سپکاوی شوی دی.
د دې فلم په ضد د احتجاجونو په لړ کې په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې له تشدده ډکې مظاهرې وشوې.
د امریکا ولسمشر باراک اوباما دغه فلم غندلی او د کرکې وړ يي بللی دی. خو یو شمېر لوېدېځ هېوادونه دې مسالې ته د بیان د ازادۍ د مسالې په سترګه ګوري او د بیان په ازادۍ د بندیزونو لګولو پلوي نه دي.
"هلته چې د بیان ازادي شته، په هغه ځای کې مذهب ته ډېر درناوی موجود دی او په کوم ځای کې چې د بیان په ازادۍ بندیزونه دی، په هغه ځای کې موږ تشدد، بیوزلې، مایوسې او سپکاوی وینو."
الن چمبرلین ډوناهو
د پاکستاني استازي په خبره د بیان د ازادۍ لپاره باید په نړیواله توګه داسې معیار وټاکل شي، چې د ټولو لپاره د منلو وړ وي او په کې باید د بیان د ازادۍ او تشدد او کرکې خپرولو تر منځ توپیر وشي.
د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتو دبشري حقونو په کونسل کې وویل شول، چې د مذهبي ازادۍ او د بیان ازادۍ تر منځ توپیر کول ناممکن دي.
په همدې اساس انګېرل کیږي، چې له دې نه د اسلامي هېوادونو له خوا د مذهب د سپکاوي ضد قوانینو جوړولو د غوښتنې نه منل جوتیږي.
د امریکا سفیر الن چمبرلین ډوناهو وویل: هلته چې د بیان ازادي شته، په هغه ځای کې مذهب ته ډېر درناوی موجود دی او په کوم ځای کې چې د بیان په ازادۍ بندیزونه دی، په هغه ځای کې موږ تشدد، بیوزلې، مایوسې او سپکاوی وینو.
د هڅو ګړندي کول
داسلامي نړۍ رابطه سازمان تېره اوونۍ دې ته اشاره وکړه، چې دوی به خپلې هڅې، چې له ډېرې مودې راهسې دوام لري، ګړندۍ کړی، چې د مذهب سپکاوی د یوه بین المللي جرم په توګه وپېژندل شي.
د افریقاهېوادونو یو قرارداد وړاندې کړ، چې د او ای سې غړو هېوادونو هم تایید کړ، د دغه قرارداد له مخې باید ټول هېوادونو په خپلو قوانینو کې داسې مادې شاملې کړې، چې له مخې يي مذهبي او نسلي کرکه خپرول یو جرم وبلل شي.
د دغه قرارداد مسوده چې په کې مذهبي علاماتو او شخصیتونو ته د سپکاوي غندنه شوې، له هغو دوه دېرش قراردادونو څخه چې د اووه څلوېښتو غړو هېوادونو دغه فورم ته به په روانه اوونۍ کې د رایې اچونې لپاره وړاندې کېدونکي دي تر ټولو زیات لانجمنه بلله کیږي.
د قبرص استازي د اروپايې اتحادیې په استازیتوب ویلي و، چې د توکم پالنې او نه زغم په ضد بین المللي قوانین شته او همدا کافي دي، خو د ده په خبره د دې قوانینو پلي کولو ته اړتیا لیدل کیږي. د قبرص سفیر وویل: په ډېرو هېوادونو کې دغه ډول قوانین پر خپلو مخالفینو د فشار اچولو لپاره کارول کیږي.












