عراق کې چاودنو ۴۴ کسان وژلي

د خپريدو وخت: 10:33 گرینویچ - 09 سپتمبر 2012 - 19 وږی 1391
عراق کې چاودنو ۲۵ کسان وژلي

په وروستیو کې عراق بیا نارامه شوی دی.

د عراق بېلابېل ښارونه د شاوخوا لسو چاودنو شاهد و، چې په لړ کې یې لږترلږه ۴۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د هېواد په جنوب ناصیریه کې د فرانسې کونسلګرۍ ته څېرمه موټربم چاودنه شوې ده.

امنیتي سرچینې وايي، په وژل شوو کې ۱۱ پوځيان دي، چې دوه یې جګپوړي افسران دي.

کرکوک

د عراق پوځ وايي، کرکوک کې د نفتي بنسټونو اووه رضاکاره ملاتړي هم په یوه چاودنه کې وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

یوه بل جګپوړي پولیس ویلي، چې له چاودېدونکو توکو یو ډک ګاډی د اوبو یوه نل ته نژدې ولاړ و، چې په چاودلو یې ګڼ کسان ووژل شول.

خو د کرکوک روغتون ډاکټر عثمان عبدالرحمن وايي، د ایمرجنسي ګاډي یې اووه مړي او ۱۷ ټپیان روغتون ته لېږدولي دي.

طوز

بل خوا، د کرکوک په جنوب کې د طوز سیمې پولیسو ویلي چې یوې چاودنې درې ولسي وګړي ووژل او شل نور یې ټپیان کړل.

سرچینه وايي، چاودنه د پولیسو پوستې ته څېرمه نن سهار وشوه.

بصره

په بصره کې هم امنیتي سرچینو ویلي چې لږترلږه په یوه چاودنه کې څلور کسان وژل شوي دي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>