'د نړۍ څلورمه برخه تولیدېدونکي خواړه ضایع کېږي'

د خپريدو وخت: 05:33 گرینویچ - سه شنبه 28 اگست 2012 - 07 وږی 1391

يوې سروې ښودلې چې سويډن کې هغه کورنۍ چې تنکي ماشومان لري، د هغو خوړو ٢٥ سلنه ايسته اچوي چې له بازاره يې رانيسي.

د سويډن په کنفرانس کې ټولو شويو استازو ته وويل شول، چې هېڅکه هم په نړۍ کې د توليدېدونکو خوړو څلورمه برخه د خلکو دسترخوانونو ته نه رسېږي.

دا په هټيو کې د خوړو د بيو د پورته بيولو سربيره د کر پر ځمکو او د اوبو پر رسد هم فشار ډيروي.

خواړه په بېلو بېلو ډولونو ضايع کېږي.

د شتمنو هېوادونو د خلکو تمه داده چې خواړه او ميوې يې ډېرې ښې وي، نو له همدې وجې زياتره هغه ميوې او سابه چې ډيره لږه زيانمنه شوې وي او غذايي ارزښت يې لوړ هم وي، بازارونوته نه رسېږي.

په کورونو کې هم خواړه ضايع کېږي.

يوې سروې ښودلې چې سويډن کې هغه کورنۍ چې تنکي ماشومان لري، د هغو خوړو ٢٥ سلنه ايسته اچوي چې له بازاره يې رانيسي.

په بې وزلو او مخ په ودې هېوادونو کې ډيرې غلې دانې بيا په فارمونو کې له لاسه وځي.

د ځکمه والي د نا اغيزمنو تکنيکونو سربېره، گرمه او مرطوبه هوا هم د غلو دانو د ضايع کېدو د ستونزې يوه برخه ده.

حيوانات او نباتي ناروغۍ هم په دې برخه کې خپله ونډه لري.

د نړۍ د اوبو يوه ډېره برخه د کرنې په برخه کې لگېږي، نو له همدې وجې اوبه هم د خوړو له بيو سره مخامخه اړيکه لري.

د سويډن کنفرانس به د هغو لارو چارو پر موندلو بحث کوي چې له مخې يې د اوبو او دارنگه د خوړود ضايع کېدو مخه ونيول شي.

BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .

]]>