
ایفون جوړوونکي شرکت د شاوخوا دوو نیمو میلیارد ډالرو غرامت اخیستلو غوښتنه کړې وه.
د امریکا کلیفورنیا ایالت یوې فدرالي محکمې ویلي چې سمسنګ شرکت باید اپل شرکت ته د غرامت په توګه څه باندې یو میلیارد ډالر ورکړي.
دوی وايي چې سمسنګ د اپل شرکت ځینې توکي کاپي او امریکا کې یې خرڅ کړي، چې دغه شرکت ته یې لوی زیان اړولی دی.
خو سمسنګ بیا دا تورونه نه مني او وايي چې د دې قضیې پروړاندې به اپیل وکړي.
تر دې پرېکړې وروسته، ښايي اپل په امریکايي بازارونو کې د خپلو تولیداتو د پېر او پلور کار هم ودروي.
اپل او سمسنګ دواړه هغه لوی ټکنالوژیک شرکتونه دي، چې تر ډېره یې د نړۍ په بازارونو کې لپ ټاپ کمپیوټرونه او پرمختللي موبایلونه خرڅېږي.
ایفون جوړوونکي شرکت د شاوخوا دوو نیمو میلیارد ډالرو غرامت اخیستلو غوښتنه کړې وه.












