
د ملګرو ملتونو راپور ګواتیمالا کې د بې وزلو او شتمنو ترمنځ واټن ډېر لوی ښودلی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې د ادارې له لوري په خپره شوې څېړنه کې ویل شوي چې په لاتینه امریکا کې د شتمنو او بې وزلو خلکو ترمنځ واټن ورځ تر بلې ډېرېدونکی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتولو پروګرام وايي په لاتینې امریکا کې د ټول نفوس څخه شتمن ۲۰ ٪ يې له بې وزلو وګړو په پرتله ۲۰ وارې ډېرې پيسې ګټي.
په راپور کې ویل شوي چې ګواتیمالا په دویم ګام کې هېواد دی چې د بې وزلو او شتمنو خلکو ترمنځ واټن په کې ډېرېږي.
خو ونزویلا بیا هغه هېواد ښودل شوی، چې پر خپلو وګړو شتمني په مساوي توګه وېشي.
ملګري ملتونه وايي، لاتینه امریکا د نورې نړۍ په پرتله ډېره متمدنه او پرمختللې ده؛ ځکه چې له هرو لسو وګړو یې اته هغه پرمختلی او هوسا ژوند لري.
په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۵ کال په راتلو سره به د لاتینې امریکا له لسو وګړو اته هغه یې په ښار کې ژوند وکړي.
راپور د لاتینې امریکا له هېوادونو غوښتي چې له اوسني وضعیت څخه د خپل نسبي اقتصادي وضعیت په رغولو کې ګټه واخلي، د وګړو مېشتولو ته پام وکړي، او په ښارونو کې یې ژوند کولو ته وهڅوي.

په راپور کې دې ته هم اشاره شوې ده، چې د کولمبیا، پاراګوای، کوستاریکو، اکوادور، بولیویا، ددومنیکان جمهویت، ارجنټاین او ګواتیمالا په څېر هېوادونو کې د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ د شتمنو او بې وزله وګړو ترمنځ توپیر ډېر زیات وو.
د ملګرو ملتونو د بشري مېشتولو د ادارې مشر اریک ویترب ویلي چې "تر ټولو لویه ربړه په هوسا ژوند کې ددغو لویو توپیرونو د له منځه وړلو کیفیت دی."
راپور وايي، چې لاهم ډېر وګړي د لاتینې امریکا هېوادونو ته مخه کوي "خو هلته په کار د ګمارنې لړۍ پڅه ده، چې تر ډېره یې ځوانه طبقه کارګر اغېزمن کړي دي. "
په راپور کې دې ته هم اشاره شوې ده، چې د کولمبیا، پاراګوای، کوستاریکو، اکوادور، بولیویا، ددومنیکان جمهویت، ارجنټاین او ګواتیمالا په څېر هېوادونو کې د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ د شتمنو او بې وزله وګړو ترمنځ توپیر ډېر زیات وو.
خو د ملګرو ملتونو دغه جګپوړی مامور په دې اند دي چې ځینې مثبت تمې هم شته چې په وینا یې "موږ د بې وزلۍ د کچې د ټیټېدا شاهدان یو، او په ښاري سیمو کې د بې کارۍ کچه د پام وړ ټيټه شوې ده."












