
امریکا حزب الله شیعه ډله د ترهګرو ډلو په لېست کې راوستلې ده.
امریکا ویلي چې د لبنان په یوه بانک کې یې د حزب الله ډلې ۱۵۰ میلیون ډالر د پیسو د سپینولو په خاطر ضبط کړي دي.
د خزانې وزارت ویلي چې د ۲۰۱۱ په فبرورۍ کې د لبنان کنډي بانک ویلي وو چې د پیسو د سپینولو په اړه لویه اندېښنه لري.
په نیویارک کې لوی څارنوال ویلي چې دغه لبناني بانک د نشه یي توکو او نورو نامشروع لارو د پیسو د سپینولو په چاره کې مرسته کړې ده.
دی زیاتوي بانک دویمه لاس ګاډي رانیولوي او په لوېديځه افریقا کې یې په داسې توګه پلورلي، چې ګټه یې ټوله د حزب الله جیب ته ورغلې ده.
ددغه بانک د حزب الله ډلې پیسې په پنځو امریکايي بانکونو کې اېښودل شوې وې، چې (سيټي بانک، او د لندن سټنډرډ چارټرډ) هم په کې راځي.
خو دغو یوه بانک ته هم د تور ګوته نه ده نیول شوې.
بل خوا، حزب الله پرې دا ډول تور تورونه رد کړي دي.
امریکايي چارواکو ویلي چې د ۲۰۰۷ د جنورۍ او د ۲۰۱۱ تر لومړیو پورې د لبنان سوسیټي جنرال بانک څخه شاوخوا ۳۲۹ میلیون ډالر امریکايي بانکونو او مؤسسو ته لېږدول شوي دي.
امریکا حزب الله شیعه ډله د ترهګرو ډلو په لېست کې راوستلې ده.












