تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ډیانا جاکټ په یو میلیون ډالرو وپلورل شو
د شهزادګۍ ډیانا بنیان (جاکټ) چې د سپینو پسونو منځکې د تور پسه انځور پکې ښکاري، په نیویارک کې د سوزبي لیلام کې په ۱٫۱۴ میلیون ډالرو (۹۲۰،۰۰۰ پونډو) پلورل شوی دی.
دا بولۍ د اګسټ پر ۳۱مه پرانیستل شوه او د لیلام تر وروستیو دقیقو پورې لوړه داوطلبي یې له ۲۰۰،۰۰۰ (۱۶۱،۰۰۰ پونډو) څخه کمه پاتې شوه.
سوزبي د "پسونو جاکټ" ارزښت له ۵۰،۰۰۰ څخه تر ۸۰،۰۰۰ ډالرو (۴۰۳۰۰ څخه تر ۶۴،۵۰۰ پونډو) اټکل کړی و.
د دې بولۍ د ګټونکي/ګټونکې هویت نه دی په ډاګه شوی.
د اوبدل شوی جاکټ یوه ساده ټوټه ده چې د مارچ په میاشت کې په یوه خونه کې وموندل شوه او دا جاکټ د (خلکو شهزادګۍ) اړوندو ډېری نورو هغو شیانو پرتله لوړ قېمت لري چې په وروستیو کلونو کې په لیلامونو کې پلورل شوي.
د ډیانا ګاډی (فورټ اسکورټ) ښايي دې قېمت ته تر ټولو نژدې وي چې په ۲۰۲۲ کال کې په ۸۰۶،۰۰۰ ډالرو (۶۵۰،۰۰۰ پونډو) پلورل شوی و.