د ډیانا جاکټ په یو میلیون ډالرو وپلورل شو

د ویډیو تشریح، د ډیانا د 'پسونو جاکټ' په یو میلیون ډالرو وپلورل شو

د شهزادګۍ ډیانا بنیان (جاکټ) چې د سپینو پسونو منځ‌کې د تور پسه انځور پکې ښکاري، په نیویارک کې د سوزبي لیلام کې په ۱٫۱۴ میلیون ډالرو (۹۲۰،۰۰۰ پونډو) پلورل شوی دی.

دا بولۍ د اګسټ پر ۳۱مه پرانیستل شوه او د لیلام تر وروستیو دقیقو پورې لوړه داوطلبي یې له ۲۰۰،۰۰۰ (۱۶۱،۰۰۰ پونډو) څخه کمه پاتې شوه.

سوزبي د "پسونو جاکټ" ارزښت له ۵۰،۰۰۰ څخه تر ۸۰،۰۰۰ ډالرو (۴۰۳۰۰ څخه تر ۶۴،۵۰۰ پونډو) اټکل کړی و.

د دې بولۍ د ګټونکي/ګټونکې هویت نه دی په ډاګه شوی.

د اوبدل شوی جاکټ یوه ساده ټوټه ده چې د مارچ په میاشت کې په یوه خونه کې وموندل شوه او دا جاکټ د (خلکو شهزادګۍ) اړوندو ډېری نورو هغو شیانو پرتله لوړ قېمت لري چې په وروستیو کلونو کې په لیلامونو کې پلورل شوي.

د ډیانا ګاډی (فورټ اسکورټ) ښايي دې قېمت ته تر ټولو نژدې وي چې په ۲۰۲۲ کال کې په ۸۰۶،۰۰۰ ډالرو (۶۵۰،۰۰۰ پونډو) پلورل شوی و.