د غوره تلاوت سياليو کې يوه افغان قاري لومړی مقام خپل کړ

قطر

د عکس سرچینه، Katara

افغان قاري محمد حسن زاده په قطر کې د کتارا کلتوري بنسټ له خوا د قرآن کريم د تلاوت سياليو کې لومړی مقام وکاټه او څه باندې ۱۳۰ زره امریکايي ‌ډالره جايزه يې ترلاسه کړه.

دغه سيالۍ چې په قطر کې ترسره شوې، د بېلابېلو هېوادونو قاريانو‌ په کې ګډون درلود.

په دغو سياليو کې د عراق قاري احمد جمال المنصراوي دويم او د مصر قاري عبدالرزاق اشرف بيا درېيم مقام خپل کړ.

ښاغلي حسن زاده له رسنيو سره په خبرو کې د دغې جايزې او بريا کټل يو ستر وياړ وباله او زياته يې کړه دا یې لومړی ځل و چې په نړيوالو سياليو کې يې برخه اخيستی ده.

د سياليو ګټوونکي د غږ او د قران کريم د تلاوت پوهې له امله غوره کېږي.

له تېرو څو کلونو راهيسې هر کال په روژه کې د قران کريم د غوره تلاوت سيالۍ کېږي چې سږ کال په لومړي ځل له عربو پرته د نورو هېوادونو قاريانو هم په دې سياليو کې ګډون درلود.