د امریکا کانګرس له مشر سره د تایوان د ولسمشرې کتنه او د چین پوځي تمرینونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د تایوان د ولسمشرې، تسای انګ وین او د امریکا د استازو جرګې مشر کیوین مک کارتي تر منځ له کتنې وروسته، چین د تایوان ټاپو شاوخوا پوځي تمرینونه پیل کړي دي.
اغلې تسای له مک کارتي سره د چهارشنبه پر ورځ په کلیفورنیا کې لیدلي دي.
په نيويارک کې له دغې غونډې يوه اونۍ مخکې د مېرمن تسای ستاينه وشوه او د مشرتابه جايزه هم ورکړل شوه.
د تایوان د ولسمشر او د امریکا د کانګرس مشر تر منځ په لیدنه کې، اغلې تسای له امریکا د "پیاوړې او ځانګړې ملګرتیا" مننه وکړه. ښاغلي مک کارتي وویل، پر تایوان د وسلو پلور باید دوام ومومي.
بېجینګ د دې لیدنې په ځواب کې ویلي، دوی به"پرېکنده ځواب" ورکړي او خپلې جنګي بېړۍ یې د ټاپو شاوخوا اوبو ته استولي دي.
امریکا ته د مېرمن تسای سفر داسې مهال کېږي چې د امریکا او چین ترمنځ اړیکې ډېرې ترینګلې دي.
د امریکا په کورني سیاست کې دیموکرات او جمهوري غوښتونکي دواړه ګوندونه له تایوان سره د ملاتړ لپاره له یو بل سره سیالي کوي.
د همدغو کورنیو سياسي سياليو پر بنسټ، د ولسي جرګې پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي د چين له خبرداري سره سره تېر دوبی تايوان ته سفر وکړ.
چین د تایوان ټاپووزمه د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي. دا مهال تایوان د واشنګټن او بېجینګ ترمنځ د ترینګلتیا تر ټولو لوی ټکی ګرځیدلی.
تېر کال د مېرمن پلوسي د سفر په غبرګون کې، چین د تایوان په فضا توغندي وتوغول او د سیمې هېوادونو پر تایوان د چین د برید پر مهالوېش جدي بحثونه هم وکړل.
په جنورۍ میاشت کې د کانګرس مشرۍ ته ښاغلي مک کارتي له رسېدو وروسته هغه ویلي و، په دې برخه کې د اغلې پلوسي لار تعقیبوي.
په تیرو کلونو کې، چین په دې بریال شو چې د تایوان ډیری رسمي ملګري له دې را وګرځوي چې دا سیمه د هېواد په ډول په رسمیت پېژني. اوس د هغو حکومتونو شمیر چې دا مهال تایوان پېژني، ۱۳ ته راټیټ شوی دی.
د امريکا د دغه ګام په غبرګون کې د چين کمونست ګوند هم د تايوان پخواني ولسمشر ما انګ جيو ته بلنه ورکړې چې د چین له پنځو ښارونو ته بې ساری سفر وکړي.
دا له ۱۹۴۹ کال راهیسې لومړی ځل دی چې د تایوان یوه پخوانی ولسمشر ته، د چین له سترې برخې د لیدلو لپاره بلنه ورکول کېږي.









