بنګله دېش کې د ۱۲ زره روهینګیايي کډوالو پنډغالي کې د اور لګېدنې په اړه پلټنې کېږي

د ویډیو تشریح، بنګله دېش کې د ۱۲ زره روهینګیايي کډوالو پنډغالي کې اور

د بنګله دېش چارواکي د روهینګیايي کډوالو په یوه پنډغالي کې د اورلګېدنې لامل څېړي.

د دې اورلګېدنې له کبله ۱۲ زره کډوال بې سرپناه شوي وو خو چا ته په کې مرګژوبله نه وه اوښتې.

ځايي چارواکي وايي، پخلنځویو کې د ګازو سلنډرونو چاودېدو له کبله اور په چټکۍ سره خپور شوو، چې له امله يې دوه زره کورونه ويجاړ شول.

پولیس په دې اړه پلټنه کوي چې ایا دا اورلګېدنه ورانونکی عمل و او که نه.

سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې تراوسه په دې تړاو یو تن نیول شوی دی.

ویل کېږي، چې یاد پنډغالی په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لوی پنډغالی دی.

د دغه پنډغالي زیاتره اوسېدونکي د روهینګیا مسلمان کډوال دي چې میانمار کې د "حکومتي ظلمونو" له کبله ګاونډ بنګله دیش ته تښتېدلي دي.

Rohingya refugees search for their belongings after a fire broke out in Balukhali refugee camp in Ukhia, Cox's bazar, Bangladesh, 05 March 2023.

د عکس سرچینه، STR/EPA-EFE/REX/Shutterstock

له اور لګېدنې یوه ورځ وروسته سلګونه کسان د کاکس بازار په نامه سیمې ته په دې تمه ورغلل چې خپل پاتې شوي توکي له کنډوالو رابهر کړي.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، اور د یکشنبې په ورځ د ماسپښین شاوخوا ۲:۴۵ بجې پیل شو او په چټکۍ سره یې د بانس او ترپالونو څخه جوړې شوې سرپناوې وسوځولې.

د بنګله دېش د کډوالو چارو مسول میانور رحمان د فرانسې خبري آژانس ته وویل: "شاوخوا ۲،۰۰۰ پناه ځایونه سوځېدلي او شاوخوا ۱۲،۰۰۰ د میانمار اتباع چې کډوالۍ ته اړکړل شوي وو بې سرپنا شوي."

هغه زياته کړه، چې اور په دريو ساعتونو کې کابو شو، خو لږ تر لږه ٣٥ جوماتونه او د کډوالو لپاره ٢١ ښوونيز مرکزونه له منځه تللي دي.

د بنګله دیش د دفاع وزارت د راپور له مخې چې تېره میاشت خپور شو، د ۲۰۲۱ کال جنوري څخه د ۲۰۲۲ کال ډسمبر پورې لږ تر لږه ۲۲۲ د اور لګېدنې پېښې د روهینګیایانو په پنډغالي کې رامنځ ته شوې چې په دې کې ۶۰ اورلګېدنې په قصدي ډول ترسره شوې وې.

د ۲۰۲۱ کال مارچ او ورپسې یې یوې بلې اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول او شاوخوا ۵۰ زره کسان بې ځایه شول.