د میانمار کړکېچ؛ پر کاچین یاغیانو هوايي برید کې لږترلږه ۵۰ کسان وژل شوي

رپوټونه وايي میانمار کې د یاغیانو په تر ټولو سترې توکمیزې ډلې د دغه هېواد پوځ یوه هوایي برید کې لږترلږه ۵۰ کسان وژل شوي او د دې دوه برابره نور ټپیان دي.
د مرګژوبلې دا شمېر د کاچین خپلواکۍ پوځ (کې ای اې) یوه ویاند ډګروال 'ناو بو' بي بي سي سره شریک کړی دی.
د میانمار د شمال "کاچین " ایالت کې د دې پېښې عیني شاهدانو ويلي الوتکو د 'کې ای اې' لخوا کانسي کلي کې پر یوه جوړ شوي کنسرت درې بمونه وغورځول.
ځايي اوسېدونکو وایي له وړاندې د دغه هوايي برید خبرداری نه و ورکړ شوی.
دا کنسرت کورواکۍ لپاره د کاچین خپلواکۍ پوځ د مبارزې د ۶۲مې کلیزې لمانځلو لپاره جوړ شوی و.
ویل شوي چې د دغه برید قربانیانو کې د کاچین څلور مشهور سندرغاړي هم شامل دي.
عیني شاهدان وايي د یکشنبې ماښام شاوخوا ۸:۳۰ بجې یې درې سترې چاودنې واورېدې.
ځايي خلکو ویلي پوځ تر دغه برید وروسته ګاونډي هپکانت ښار ته چې یو روغتون پکې دی، درملنې لپاره د ټپيانو د لېږدېدو مخه هم نیولې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
کاچین ایالت کې د دغو سیمو د کنټرول پر سر چې د لسګونو میلیارد ډالرو په ارزښت د ګرانبیه ډبرو کانونه پکې دي، له کلونو راهیسې د میانمار پوځ او کاچین یاغیانو ترمنځ سیالي روانه ده.
له دې سیمې د تېر کال له پوځي کودتا مخکې هم چې د 'انګ سان سوچي' ملکي حکومت پکې راوپرځول شو، ډېر وخت د نښتو او جګړو راپورونه ورکول کېدل.
دا برید ښایي د میانمار نورو سیمو کې د تېر کال د دې پوځي کودتا خلاف له راپورته شوي وسله وال مقاومت سره د کاچین خپلواکۍ پوځ د ملاتړ په غچ یا د ملاتړ نه کولو خبرداري لپاره شوی وي.












