د میانمار پوځ څلور جمهوریت غوښتونکي اعدام کړي دي

میانمار

د عکس سرچینه، Getty Images

د میانمار پوځ د دغه هېواد د اسمبلۍ د یوه پخواني غړي په ګډون څلور جمهوریت غوښتونکي اعدام کړي دي.

د دوی له ډلې یې یو مخکېنی قانون جوړوونکی پهیو زیاتا او درې نور لیکوالان او ټولنیز فعالان شامل دي چې نومونه یې کوجمي، هلامیو انګ او انګ تهورا زا ښودل شوي دي. پر دوی د ترهګرۍ تور پورې شوی و.

پوځ دغو کسانو ته په تېره جون میاشت کې د مرګ سزا اورولې وه چې په نړېواله کچه وغندل شوه.

د میانمار پوځ د تېر ۲۰۲۱ میلادي کال په فبروري کې د یوې نظامي کودتا په ترڅ کې د انګ سان سوچي ملي ډيموکراتیک ګوند په مشرۍ حکومت ړنګ کړ چې وروسته یې په غبرګون کې پراخ لاریونونه وشول خو پوځ وځپل.

د میانمار سیاسي ګوندونو د پوځ پر ضد د " میانمار ملي یووالي" په نوم اتحاد رامنځ ته کړ چې تر ډېره پکې د جمهوریت غوښتونکو اتحاد مشران، د قومي وسله والو ډلو او د انګ سان سوچي د ملي ډيموکراتیک ګوند غړي شامل وو.

دغه اتحاد د پوځ دا کار غندلی او ویلي یې دي چې، "ډېر خپه دي او صدمه یې لیدلې ده".

دوی له نړېوالې ټولنې غوښتي چې، "پر عامو خلکو د ظلم او د هغوی د قتلولو له کبله دې پوځ ته سزا ورکړل شي".

هلته بیا د ګلوبل نیوزلایټ په نوم د میانمار یوه دولتي اژانس ویلي چې دغو کسانو ته د ترهګرۍ ضد قانون له مخې دا سزا ورکړل شوې ده.

زیاته کړې یې ده چې، "دغو څلورو کسانو ته د نا انساني کړنو او د ترهګرۍ لپاره لارې چارې برابرولو او دسیسو جوړولو له کبله د مرګ سزا ورکړل شوې ده".

اعدام شوي کسان څوک دي؟

کوجمي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ۵۳ کلن کوجمي د میانمار د جمهوریت غوښتونکو تحریک غړی و چې په ۱۹۸۸ کې د پوځ خلاف د زدکړیالانو ګوند کې د فعالیت له کبله مشهور شوی و او څو ځله له همدې کبله زنداني شوی هم و. دی هم په اعدام شویو کسانو کې یو دی.

که څه هم په دې اړه لا جزیات نه شته چې پر دوی د مرګ سزا څه ډول پلې شوې ده خو په تېر کې په میانمار کې د مرګ پر سزا محکوم کسان په دار ځړول کېدل.

په برما کې د بي بي سي د خبریالانو د مالوماتو له مخې، د دغو څلورو کسانو کورنۍ د پلازمېنې په بنګون زندان کې له چارواکو د پوښتنو په تمه ناست دي.

د څلورو اعدام شویو کسانو له ډلې د یوه خور بي بي سي ته ویلي چې تر اوسه یې کورنیو ته مړي نه دي ورسپارل شوي. له دوی یې دوو د مرګ سزا په خلاف د استناف غوښتنه کړې وه خو بریالي نه شول.‌

اعدام شویو کې یو د میانمار د جمهوریت غوښتونکو تحریک غړی ۵۳ کلن کو جمي و چې په ۱۹۸۸ کې د پوځ خلاف د زدکړیالانو ګوند کې د فعالیت له کبله مشهور شوی و او څو ځله له همدې کبله زنداني شوی هم و.

یو بل مخکېنی قانون جوړوونکی و چې د میانمار د پخوانۍ مشرې انګ سان سوچي نژدې ملاتړی بلل کېده. ویل کېږي چې ده د پوځي نظام پر ضد شعارونه ورکړي وو.

د پاتې نورو دوو اعدام شویو په اړه د میانمار پوځ ډېر جزیات نه دي ورکړي.

د یادولو ده چې د دغو څلورو واړو محکمه د بندو دروازو تر شا شوې وه چې پر دې هم د بشري حقونو مدافع ټولنو نیوکې کړې وې او دا یې له عدالت او روڼتیا لرې چاره بللې وه.

ملګرو ملتونو د پوځ دغه ګام پر انساني حقونو تېری بللی‌

ان سان سوچي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، له کودتا راهیسې د میانمار پخوانۍ مشره انګ سان سوچي په کورني بند کې ژوند تېروي او پر هغې د مالي فساد، د هېواد له قوانینو د سرغړونې او د مهمو رازونو د افشا کولو په څېر ګڼ تورونه پورې دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې دا په میانمار کې له ۱۹۸۸ راهیسې د اعدام لومړۍ پېښه ده.

د دغه سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتیرېش د میانمار پوځ دغه ګام غندلی او دا یې "د ژوند کولو پر حق، شخصي ازادۍ او امنیت ښکاره تېری" بللی دی.

له هغه راهیسې، چې د میانمار پوځ د حکومت پر ضد کودتا وکړه او واک یې په لاس کې واخیست، د خپلو مخالفانو او نورو محلي نظامیانو پر ځپلو او کړولو یې پیل وکړ.

له کودتا راهیسې د میانمار پخوانۍ مشره انګ سان سوچي په کورني بند کې ژوند تېروي او پر هغې د مالي فساد، د هېواد له قوانینو د سرغړونې او د مهمو رازونو د افشا کولو په څېر ګڼ تورونه پورې دي.

له سیاسي بندیانو سره د مرستې په نوم یوه ټولنه وايي چې د دوی د اټکل له مخې، په میانمار کې له دې نظامي کودتا راهیسې پوځ شاوخوا ۱۵ زره کسان نیولي دي چې له ډلې یې ۲۱۱۴ تنه وژلي دي.