د یونان لومړی وزیر: انساني تېروتنه د ریل ګاډو ټکر لامل شوی
- Author, الیس ډیویس
- دنده, بي بي سي نیوز
د یونان لومړی وزیر وايي، د ریل ګاډي هغه پېښه چې د دې هېواد په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ بلل شوې ده، د (غمجنې بشري تېروتنې) له کبله رامنځته شوې ده. په دې پېښه کې تر اوسه د لږ تر لږه ۴۳ کسانو مړینه تائید شوې ده.
لومړي وزیر کېریاکس میتسوتاکس د هغه ځای له لېدو وروسته دا څرګندونې کړې، چې یو مسافر لېږدونکی او یو باربري ریل ګاډی مخامخ پکې ټکر شول.
د یونان ریل ګاډي چارو وزیر له دې پېښې وروسته استعفا کړې او د پېښې ځای ته نژدې تم ځای مشر رسماً تورن شوی دی. بل لور مرستندویان پرلپسې هڅې کوي چې په پېښه کې ژوندي پاتې کسان ومومي.
پېښه تېره شپه ناوخته رامنځته شوه. له لاریښا ښارګوټي له تېرېدو لږ وروسته د نژدې ۳۵۰ مسافرو لېږدونکی ګاډی له یوه باروړونکي ګاډي سره له یوه تونله وتلو سملاسي وروسته ټکر شو.
تر اوسه معلومه نه ده، چې ولې دواړه ریل ګاډي پر یوه کرښه روان وو.
بل لور د تم ځای هغه مشر چې رسماً تورن شوی، پړه نه مني او په خبره یې ښايي د پېښې لامل احتمالي تخنیکي ستونزه وي.
رویټرز خبري اژانس د یوه ځوان سړي سټیرګیوس ماینینس له خولې چې د پېښې له صحنې رایستل شوی، لیکلي "وېره خپره وه. لس - پنځلس ثانیې چیغې وهل کېدې. هرځای د اور لمبې وې، د برېښنا مزي راځړېدل، هېندارې ماتې شوې وې، خلکو چیغې وهلې او هرې خوا ته لوېدلي وو."

د عکس سرچینه، Reuters
یوه بل عیني شاهد انګیلوس سیاموراس ځايي رسنیو ته ویلي "زلزله غوندې پېښه وه".
د لازوس په نامه یوه بل سړي پروتوتما ورځپاڼې ته ویلي، دا تجربه "ډېره زړه بوږنوونکې وه".
دی وايي: "ما ته زیان ونه رسېد، د شاوخوا ټپي شویو خلکو وینې مې پر جامو وې".
د اسوشېټېډ پرېس په وینا، د تسالي سیمې یوه مشر کاستاس اګوراستوس دولتي تلوېزیون ته ویلي "ډېره سخته پېښه وه. یوه وحشتناکه شپه وه. د صحنې انځورول اسان نه دي".

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، AFP










