د محکمې له پرېکړې وروسته بریتانیا ته د بي بي سي د پخوانیو افغان خبریالانو پر لېږد بیا غور کېږي

Crowds queue at the airport near a plane surrounded by troops.

د عکس سرچینه، MOD via PA Media

په افغانستان کې د بي بي سي د پخوانیو اتو خبریالانو له حقوقي دعوا او غوښتنې وروسته، بریتانیا ته د کډوالۍ لپاره یوځل بیا د دوی دوسیه ارزول کېږي.

دا اته کسان چې اتلس میاشتې وړاندې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته افغانستان کې پاتې شول، بریتانیا کې د مېشتېدو له لومړنۍ غوښتنې ردېدو وروسته یې د دغه هېواد له دفاع او کورنیو چارو وزیرانو په محکمه کې شکایت وکړ.‌

د لندن د عالي محکمې قاضي د دوی د غوښتنې ردېدل "تېروتنه" بللې وه او ویلي یې وو چې دولت له ډېرو محدودو معیارونو ګټه اخیستې چې دا پایله ترلاسه کړي دوی د بریتانیا د دولت لپاره کار نه دی کړی.

ددغو اتو کسانو وکیلان وايي، په افغانستان کې خبریالان ربړول شوي او په مرګ ګواښل شوي دي.

یوه وکیل ارین الکاک وویل، د بریتانیا لپاره د افغانانو کار بېلابېلې بڼې درلودې:

"کله چې بریتانویان له کابله ووتل، بي بي سي د دوی نومونه د تخلیې لپاره ثبت نه کړل،‌ ځکه چې هغه وخت دوی د بي بي سي کارمنان نه وو. نو هغوی همالته پاتې شول... خو هغه کار چې دوی کاوه په افغانستان کې د بریتانیا له موخو سره یې مطابقت درلود. دا هداف یوازې نظامي هدفونه نه وو، بلکې د دیموکراسۍ د دودولو په شان څه وو".

People crowded outside Kabul airport

د عکس سرچینه، EPA

ده وویل، موکلان یې "له ۱۸ میاشتو وروسته په ترهه او وېره کې اوسي".

د خبریالانو وکیلانو د ۲۰۲۲ کال په ډیسمبر میاشت کې د لندن عالي محکمې ته وویل، چې د بریتانیا دولت بریتانیا ته د دوی د لېږدولو په انکار سره په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال اګسټ میاشت کې واک ته د طالبانو د بېرته رسېدو سره د هغوی د احترام پېژندنې له دَین سره خیانت کړی دی".

د دولت استازو استدلال دا و چې له دغو اتو کسانو هېڅ یو یې هم په افغانستان کې د ځای پر ځای کولو او مرستې د سیاست یا ARAP پروګرام سره مطابق نه وو.‌

د دفاع وزارت ویاند ویلي، دغه وزارت د کومې ځانګړې حقوقي دوسیې په تړاو څرګندونې نه کوي، خو د راتلونکو احتمالي ګامونو د ارزولو په حال کې دی.

په ورته وخت کې، تېره اونۍ د بریتانیا پارلمان کې یوې کمېټې په افغانستان کې د بریتانیا د پوځي رول په اړه د "واضحې او صادقانه ارزونې د جزییاتو" غوښتنه کړې وه.

د بریتانیا د پارلمان دفاعي کمېتې رپوټ همدا راز خبرداری ورکړی چې افغانستان یوځل بیا د "ترهګرو پر پټنځي" د اوښتو په حال کې دی.

دغې کمېټې په خپل رپوټ کې ویلي، زرګونه هغه افغانان چې بریتانیا کې د مېشتېدو شرایط یې پوره کړي وو لاهم افغانستان کې تر ګواښ لاندې ژوند کوي.

دغه رپوټ ته په ځواب کې د بریتانیا دفاع وزارت ویلي "په نه ستړېدونکې توګه د افغان وګړو د خوندي تخلیې لپاره خپلې هڅې کوي".

دغه وزارت اټکل کړی چې شاوخوا ۳۰۰ افغانان - له کورنیو سره - شته چې بریتانیا کې یې د اسکان شرطونه پوره کړي او دولت په دې هڅه کې دی چې دوی بریتانیا ته ولېږدوي.