بریتانیا ۲۰ زره نورو افغانانو ته د پناه ورکولو پروګرام راتلونکې میاشت پیلوي

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د بریتانیا کورنیو چارو وزارت وايي، شل زره نورو افغانانو ته سیاسي پناه ورکوي او په بریتانیا کې د مېشت کېدو زمینه ورته برابروي.

د یادونې ده، چې بریتانیا ۱۵ زره هغو افغانانو ته چې په افغانستان کې یې له بریتانوي ځواکونو یا بریتانوي حکومتي ادارو سره فعالیت کاوه، له مخکې لا دغه هېواد ته د ورتګ اجازه ورکړې او شل زره نور افغانان به هم د د افغان وګړو مېشت نوي پروګرام له مخې بریتانیا کې د مېشت کېدو اجازه ورکړي.

د بریتانیا کورنیو چار وزارت وايي، هغو کسانو ته به د وېزې ورکړه کې لومړیتوب ورکړو چې په افغانستان کې یې د بریتانیا له ماموریت سره مرسته کړې، د ولسواکۍ او ښځو حقونو لپاره یې برالا مبارزه کړې او ''د دیموکراسۍ او ښځو حقونو په څېر زموږ د ارزښتونو لپاره دریدلي دي او یا د لږکیو اړوند کسان دي. ''

د افغانانو بیا مېشت کېدو لپاره به د بریتانیا وزیره وکټوریه اتکینز دې لړ کې د نوي زېږدیز کال په مناسبت د خپل هېواد پارلمان ته نور جزیات وړاندې کړي.

نوموړې د دې پروګرام په هکله وايي:

''د افغان وګړو بیا مشت کولو پروګرام د هغو افغانانو لپاره چې له خطر سره مخامخ دي، او د زیان وررسېدو احتمال لري، په بریتانیا کې له سره د ژوند پیلولو یوه خوندي او قانوني لار ده، چې د کډوالۍ نوي پلان له مخې پیلېږي. ''

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

نوموړې زیاتوي، ''د ځايي ادارې، خصوصي سکتور، رضاکارو ادارو او بریتانیا خلکو له ملګرتیا، ژمنتیا او جذبې پرته به د تاوده هرکلي دا ملي هڅه هېڅکله بریالۍ نه شي. دوی هر یو باید ویاړ محسوس کړي. ''

په داسې حال کې چې بریتانیا ته رسېدلي زرګونه افغانان لا هم په موقت ډول په هوټلونو کې مېشت دي، ویل کېږي چې ځايي چارواکو ته د نویو رسېدلو کسانو مېشت کېدو لپاره پانګه ورکول کېږي.

په داسې حال کې چې د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وینا کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستيال عباس ستانکزي له اروپايي ټولنې او امریکا وغوښتل چې بهر کې مېشتو افغانانو ته لارې چارې برابرې کړي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، په افغانستان کې د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته د کډوالۍ یوه نوې څپه پیل شوې او هره ورځ ګڼ شمېر افغانان له دې هېواد د بهر تللو هڅه کوي.

د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې شاوخوا شپږ نیم میلیونه افغان کډوال په ګڼ شمېر هېوادونو کې مېشت دي.