پاکستان کې د عمران خان د ګوند مهم غړی فواد چودري نیول شوی

پاکستان کې پولیس وايي، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند یو جګپوړی غړی له دې امله نیول شوی چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غړو ته یې ګواښ کړی و.
پر فواد چودري له همدې امله پولیسو سره شکایت ثبت شوی و او داسې مهال نیول شوی چې له لاهوره اسلام اباد ته پر لاره و.
د فواد چودري په ضد ثبت شوي شکایت پاڼه کې راغلي چې نوموړي په یوه ټلویزیوني مرکه کې د ټاکنو کمېسیون مشر او غړو ته ګواښمنې څرګندونې کړې دي.
د اسلام اباد د عالي محکمې وکیلانو او د دې وکیلانو ټولنې د ښاغلي چودري د ژر خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
د عالي محکمې د وکیلانو ټولنې او ټولو غړو یې د نوموړي نیونه په کلکه غندلې ده.
مدافع وکیلانو په خپره کړې وینا پاڼه کې په ډاګه کړې چې د وینا ازادي د هر وګړي دی او فواد چودري هم د خپل همدې حق نه د ګټې اخیستنې له امله نیول شوی دی.

بل خوا لاهور کې عالي محکمې د اسلام اباد او پنجاب د پولیسو پلټونکي مشران د فواد چودري د نیونې په تړاو ورغوښتي وو.
خو دغه محکمې په دې ناخوښه دي چې فواد چودري د دوی له حکمونو سره سم محکمو ته نه دی حاضر شوی.
د ښاغلي چودري د نیونې پرضد د تحریک انصاف ګوند ځینو غړو لاریونونه هم کړي دي.
د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند له خپلو سیالانو سره په ټاکنیزو سیالیو کې د ګډون لپاره په تیاریو بوخت دی.
دغه ټاکنې په خیبر پښتونخوا او پنجاب ایالتونو کې د ایالتي اسامبلیو او دارنګه د ولسي جرګې د ځینو څوکیو لپاره کیږي.
بل پلو د پاکستان ټاکنو کمېسیون د یادو ټاکنو لپاره د مالي لګښتونو د زیاتوالي غوښتنه کړې.
د کمیسیون لخوا ماليې وزارت ته په لېږل شوي مکتوب کې راغلي، له وړاندې ټاکل شوې ۴۷ میلیارده روپۍ د ټاکنو ترسره کولو لپاره بسنه نه کوي او باید دغه کچه ۶۱ میلیارده پاکستانیو روپیو ته لوړه شي.










