تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا پر کانګرس برید ته ورته د برازیل پر کانګرس یرغل
د برازیل ولسمشر لویس ایناسیو لولا دې سېلوا ژمنه وکړه چې د مخکني ولسمشر ژایر بولسونارو هغو پلویانو ته به سزا ورکړي چې پر کانګرس یې برید وکړ. د ښي اړخي مشر پلویانو د محکمې ودانۍ پر ودانۍ هم یرغل ور وړ او د ولسمشرۍ ماڼۍ یې یرغمل کړه. خو د یکشنبې په ماښام پولیسو تر څو ساعته اړو دوړ وروسته پلازمېنه برازیلیا کې د یادو ودانیو کنټرول بېرته ترلاسه کړ.
د برازیل ملکي پولیسو وویل، ۳۰۰ خلک یې نیولي او چارواکو ژمنه کړې چې د نورو ښکېلو کسانو پل به هم پسې واخلي. په ورته وخت کې، کارپوهان وايي، د برازیل لاریونونه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر شپږمه د امریکا پر کپیټول یرغل ته ورته برید دی.