د امریکا پر کانګرس برید ته ورته د برازیل پر کانګرس یرغل

د ویډیو تشریح، د امریکا پر کانګرس برید ته ورته د برازیل پر کانګرس یرغل

د برازیل ولسمشر لویس ایناسیو لولا دې سېلوا ژمنه وکړه چې د مخکني ولسمشر ژایر بولسونارو هغو پلویانو ته به سزا ورکړي چې پر کانګرس یې برید وکړ. د ښي اړخي مشر پلویانو د محکمې ودانۍ پر ودانۍ هم یرغل ور وړ او د ولسمشرۍ ماڼۍ یې یرغمل کړه.‌ خو د یکشنبې په ماښام پولیسو تر څو ساعته اړو دوړ وروسته پلازمېنه برازیلیا کې د یادو ودانیو کنټرول بېرته ترلاسه کړ.

د برازیل ملکي پولیسو وویل، ۳۰۰ خلک یې نیولي او چارواکو ژمنه کړې چې د نورو ښکېلو کسانو پل به هم پسې واخلي. په ورته وخت کې، کارپوهان وايي، د برازیل لاریونونه د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر شپږمه د امریکا پر کپیټول یرغل ته ورته برید دی.‌