د روهنجیا ګډوالو کښتۍ سمندر کې له یوې میاشتې وروسته اندونیزیا ته رسېدلې

کښتۍ

د عکس سرچینه، Reuters

په اندونیزیا کې ځایي چارواکي وایې، له لرګیو په جوړه کوچنۍ کښتۍ کې چې ماشین یې هم خراب شوی و، ټول سپاره سړي د اندونیزیا لوېدیځ سمندرغاړي ته رسېدلي دي.

دغه کډوال چې یوه میاشت د سمندر په منځ کې بند پاتې وو، د خوراکي توکو د نشتوالي له امله کمزوري شوي دي او دری تنه یې روغتون هم وړل شوي دي.

لا مالومه نه ده چې ایا دغه کسان د هغو ۱۵۰ تنو روهنجیایانو برخه دي چې څو اوونۍ په سمندر کې بند پاتې وو او کنه.

روهنجیايي لږکي د میانمار اوسېدونکي دي چې په خپل هېواد کې له کلونو راهیسې له ځپونکي تاوتریخوالي سره مخ دي.

اسوشیټید پریس خبري اژانس د اندونیزیا د اچي ولایت د ځایي پولیسو له خولې لیکلي چې په دغه کوچنۍ کښتۍ کې ټول ۵۷ تنه سپاره وو.

هغه وایې، "د بیړۍ ماشین خراب و او د باد په مرسته یې د اچ ولایت لاډونک کلي کې تر سمندرغاړې ځان را رسولئ و."

سپرلۍ یې وایې "یوه میاشت یې په سمندر کې تېره کړې ده."

د کډوالو چارو یوه ځایي چارواکي هم اسوشیټید پریس خبري اژانس ته ویلي، دغه کډوال به دم ګړۍ د لنډ وخت لپاره په یوه حکومتي ودانۍ کې ځای پر ځای شي.

کمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د ځینو نورو رسنیو راپورونه بیا کاږي چې ۵۸ سړي اچ ولایت ته رسېدلي.

لا مالومه نه ده چې دغو کډوالو له کوم ځایه سفر پیل کړی و، خو د ډېری روهنجیايي کډوال له دې ځایه نږدې ۱۹۰۰ کېلومتره لرې د بنګله دېش د کډوالو په کمپ کې ژوند کوي.

تېره اوونۍ ملګرو ملتونو د اندامن سمندر پر غاړه د سویل ختیځې اسیا له هېوادونو غوښتي وو چې په سمندر کې د دغه بندې پاتې کښتۍ له ۱۵۰ کډوالو سره چې دوه اوونۍ وړاندې یې له بنګله دیش څخه حرکت کړی و او د سمندر په منځ کې خراب شوې، وژغوري.

د کښتۍ سپرلیو وار له مخه د سټلایټ ټلیفون له لارې اړیکه کې ویلي وو چې د خوراکي توکو او اوبو له خلاصېدو وروسته ځینې کډوال چې ماشومان هم پکې شته، مړه شوي دي.

د یکشنبې په ورځ ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی و چې ښایې دغه کښتۍ ډوبه شي.

له ټولوژنې سره مخ د روهنجیايي مسلمانانو لویه برخه هغه وخت له خپلو مېنو د بنګله دېش په لور په تېښته شول چې د میانمار پوځ پرې پراخ پوځي عملیات پیل کړل.

خو په وروستیو میاشتو کې پدې کمپونو کې د ډيرې ګڼې ګوڼې له امله کډوالو په سمندر کې اوږده او له خطره ډکو سفرونو ته مخه کړې ده.

دغو کمپونو ته چې له وړاندې ډک دي، له میانمار نور کډوال هم ور روان دي.

په تېرو دوو میاشتو کې نږدې څلور کښتۍ د بنګله دېش په لور ورغلې دي.