د ښځو حقونه: پر انټرنېټ د مسلمانو ښځو د پلورونکي کاریال جوړوونکي هندي محاکمه

د عکس سرچینه، Special Arrangement
هندي پولیسو ویلي، هغه سړی محاکمه کوي چې تېر کال پر انټرېټ د "خرڅلاو" لپاره د څه باندې ۸۰ مسلمانو ښځو د وړاندې کولو د یو اپ (کاریال) په جوړولو تورن شوی و.
دا اعلان وروسته تر هغه وشو چې د ډیلي مرستیال والي وي کې سکسینا ۲۵ کلن اومکریشوار تکور د محاکمه کولو اجازه ورکړه.
یاد پرانیستی کاریال (سولي ډیلز) - Sulli Deals - د ۲۰۲۱ کال په جولای میاشت کې پر ګیټهب وېبپاڼې پلټ فارم کوربتوب ترلاسه کړ.
ښاغلی تکور په تېره جنورۍ کې نیول شوی و، خو په مارچ میاشت کې په ضمانت خوشی شو.
تکور چې د هند مدهیه پرادیش اندور ښار کې ونیول شو، کمپپیوټري پروګرامونو کې د پوهنتون سند لري.
پولیسو د هغه پرضد قضايي ادعاوې ثبت کړې دي.
"سولي ډیلز" کاریال عامو خلکو ته د مسلمانو ښځو شخصي پروفایلونه ورښودل او هغوی ته یې د (نن معاملې) نوم ورکړی و.
له تکور سره ۲۰ کلن نیرج بیشنوی هم نیول شوی چې د بولي بای (Bulli Bai) کاریال په جوړول تورن شوی او په مټ یې د څه باندې ۱۰۰ مسلمانو ښځو انځورونه لېښلي وو او پر ګیټهب چلېدلی و.
په دواړو حالتونو کې هدف خرڅلاو نه و، بلکې د مسلمانو ښځو د قدر راټیټول او دوی ته سپکاوی و.

د عکس سرچینه، Hanna Khan
ګوتنیوونکي په دې اند دي چې پر انټرنېټ د مسلمانو ښځو په تړاو له اهانت ډک فعالیتونه په هند کې د وروستیو کلونو د سیاسي لانجو پرمهال ډېر شوي دي.
د بښنې نړیوال سازمان د ۲۰۱۸ کال په رپوټ کې چې هند کې یې پر انټرنېټ د جنسي ځورونې په اړه خپور کړی و، راغلي هرکله چې ښځې د خپل غږ پورته کولو جرأت کړی، هدف ګرځول شوې او د دیني او محرومو طبقو او اقلیتونو ښځې لا ډېرې هدف ګرځېدلې دي.
پر یادو کاریالونو اعلان شوې مسلمانې ښځې تر ډېره خولورې ویندویانې دي چې خبریالانې، فعالانې، هنرمندانې او څېړونکې هم پکې دي.
د یوې سوداګریزې الوتکې پیلوټې چې عکسونه یې پر (سولي ډیلز) کاریال خپاره شوي وو، بي بي سي ته وویل، کله یې چې د دغه کاریال په اړه واورېدل، بدن یې زیږ زیږ شو.








